ايران په افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په خپل ټویټر کې لیکلي چې، ښاغلي قمي د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د رئیس الوزرا د مرستیال عبدالغني برادر په حضور کې وکتل.
ښاغلي تکل زیاته کړه چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له ایراني پلاوي سره په کتنه کې په ایران کې د افغان بندیانو د خلاصون او په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.
د طالبانو پر ضد په کابل کې د ایران د سفیر بهادر امینیان د څرګندونو له افشا کېدو وروسته، تهران ښاغلی امینیان له دندې لرې کړ او حسن کاظمي قمي یې په افغانستان کې د نوي سفیر په توګه معرفي کړ.