رسنۍ: د روسيې په 'اينګلس' هوايي اډه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی
په رسمي ډول د دې پېښې تأیید نهدی شوی او رویټرز خبري اژانس وايي، نهدی توانېدلی دغه راپور تایید کړي.
د اوکراین RBC خبري اژانس بیا وايي، دا دوې چاودنې وې.
د روسیې بیزا (Baza) خبري اژانس بیا د ځايي اوسېدونکو په حواله راپور ورکړی، چې د هوايي حملې د خطر زنګ غږول شوی او د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
د مرګژوبلې او احتمالي مالي زیانونو په باب لا څه نهدي ویل شوي.