Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د غبرګونونو دوام؛ ملګري ملتونه: طالبان دې ژر تر ژره خپله پرېکړه بېرته واخلي

د طالبانو د حکومت له لوري د ښځینه محصلینو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د بندېدو د پرېکړې په اړه نړیوال غبرګونونه په پراخېدو دي.


تازه په افغانستان کې دملګرو ملتونو کورنۍ او ټولې بشردوستانه ټولنې په یوه اعلامیه کې دا پرېکړه غندلې او له طالبانو يې غوښتي چې له خپلې دې پرېکړې ژر تر ژره په شاه شي.


په دغه اعلامیه کې د طالبانو له خو د نجونو پر مخ د پوهنتونو د تړلو پرېکړه په ټولنه کې د ښځو د حضور د مخنیوي او د دوى پر وړاندې د هدفي تبعیض د سیستماتیک سیاست دوام بللی، ویلي دي چې پر ښځو د طالبانو محدودیتونه لامل شوي چې د ټولنې دا قشر د خپلو کورونو په څلورو دیوالونو کې بندې پاتې شي.




په اعلامیه کې دغه شان له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځيو د دروازو د پرانیستل کېدو غوښتنه هم شوې ده.


په اعلامیه کې راغلي: "ملګري ملتونه او اړوند بشردوستانه همکاران یې له واکمنو چارواکو غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي او هغه ټول اقدامات پای ته ورسوي چې په ورځني عامه ژوند کې د ښځو او نجونو د بشپړ ګډون مخه نیسي."


په اعلامیه کې راغلي دي چې د ټولنې د نیمایي نفوس د ماناداره مرستې مخنیوی به د ټول هېواد لپاره ویجاړونکې اغیزې ولري او افغانستان به لا نور له نړیوالې انزوا او اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.




په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کورنۍ ویلي دي، چې د واکمنو چارواکو لخوا له زده کړو، کار ځای ته له تلو او د ژوند له نورو برخو د ښځو او نجونو د بې برخې کولو لپاره اخیستل شوي ګامونه، د اجباري او کم عمره ودونو، تاوتریخوالي او د ناوړه ګټه اخیستنې خطرونه هم زیاتوي.


په دې اعلامیه کې د نجونو د تحصيل په اړه د طالبانو تازه پرېکړه د نړیوالو بشري حقونو د معیارونو خلاف عمل بلل شوى او ویل شوي، چې د طالبانو دا پریکړه به د هغو بهر میشتو افغانانو لپاره یو منفي فکتور وي چې غواړي بېرته راستانه شي او نور به هم د هیواد پریښودو ته وهڅوي.


په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو شازدافیري کرن ډیکر د طالبانو دا پرېکړه اسلام ضد بللې او پر خپل ټویټر يې لیکلي، دي چې ياده پرېکړه افغانستان نور هم د بې وزلۍ خواته بیايي.


اغلې ډیکر د طالبانو د دغه پرېکړې په وړاندې له نجونو سره د نارینه محصلینو یووالي ستایلی او لیکلي دي چې د طالبانو د پرېکړې په وړاندې د دغو هڅو ملاتړ کوي.




له دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست هم پر خپل ټویټر لیکلي وو، چې طالبانو د افغان مېرمنو پر ژوند داسې نوي بندیزونه ولګول چې دفاع يې نه شي کيداي.



ښاغلي ویسټ له له نړیوالو غوښتنه کړې چې ټول باید په یو غږ په کلکو ټکو د طالبانو د دغه تګلارې مخالفت وکړي او باید له افغان ښځو سره ودریږي.



د طالبانو حکومت دوه ورځې وړاندې خصوصي او دولتي پوهنتونونو ته د ښځینه محصلینو په ورتګ بندیز ولګاوه.



د طالبانو د حکومت دا پرېکړه په کور دننه او بحر په پراخه کچه وغندل شوه.






د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو دا د افغان مېرمنو په وړاندې توپیري چلند بللی، او له طالبانو يې غوښتي چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.



پر افغانستان د طالبانو د بياځلي واکمنۍ له پیل راهیسې طالبانو په ښځو کلک محدودیتونه لګولي دي.



له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه نه ورکوي، دغه شان يې په ډيری دولتي ادارو کې د ښځو په کار کولو، تفریحي پارکونو، ورزشي کلبونو او حمامونو ته د دوى په تګ بنديز لګولى او ويلي، چې له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر هم نشي کولاى.



کابل، د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر ۲۱ مه - په افغانستان کې دملګرو ملتونو کورنۍ او ټوله بشر دوستانه ټولتوپیرينه، په ټول هیواد کې د ښځینه محصلینو پر مخ ترامرثانې پورې د پوهنتونونو د تړل کیدو په اړه د طالبانو د واکمنو چارواکو د پرېکړې په تړاو د ملیونونو افغانانو او نړیوالې ټولنې غصه شریکوي او پر واکمنو چارواکو غږ کوي چې سمدستي دغه پریکړه لغوه کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus