Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کابل يو شمېر ښځينه ښوونکې: طالبانو له ښوونځيو وشړلو

په کابل کې د ښوونځیو یو شمېر ښځینه ښوونکې ادعا کوي، چې طالبانو یې سپکاوی کړی او له ښوونځيو څخه يې ایستلي دي.


د کابل ښار د خیرخانې د يو ښوونځي سرښوونکې چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم راپور کې ياد شي وايي، تېره ورځ طالب ځواکونه له درنو وسلو سره د دوى ښوونځي ته ورغلي او دوى ته يې ګواښونه کړي دي.


نوموړې ازادي راډيو ته يې وویل، چې دا وضعیت د دوی لپاره ډېر ډارونکی او د اندېښنې وړ دی.




ياده سرښوونکې وايي: "طالبان له درنو وسلو سره چې داسې وسلې مې پخوا نه وې لیدلې او که یو کوچنی ماشوم یې هم وګوري ترې ویریږي، ښوونځي ته راننوتل، زه، د ښونځیو د مدیر او دوو نورو استادانو سره وم، کله چې موږ غوښتل له ښوونځي څخه ووځو، هغوی موږ ته وویل، تر دې دمه مو دلته څه بد کول چې پاتې وئ، موږ تاستو ته ویلي چې تر امر ثاني پورې حق نه لرئ، چې ښوونځيو ته لاړې شئ."


یوه ښوونکې چې دا هم نه‌غواړي نوم یې د موضوع د حساسیت له امله په راپور کې واخیستل شي ورته کیسه کوي.


نوموړې وايي: "کله چې موږ تېره ورځ ښوونځي ته لاړو، هغوي موږ ته اجازه رانه‌کړه او ویې ویل، چې تر بل امره پورې به بیا ښوونځي ته نه راځئ، دوى وویل، چې له دې وروسته له درېیم ټولګي څخه پورته ښځینه زده کوونکي د زده کړې حق نه لري."




دغه ښوونکې وايي، روان وضعیت د زغم وړ نه‌دی او له نړیوالې ټولنې يې وغوښتل، چې د طالبانو د دا ډول کړنو مخه ونیسي.


هڅه مو وکړه چې له ښوونکو سره د طالبانو د دا ډول چلند په اړه د طالبانو د حکومت د پوهنې د وزارت د ویاند احسان الله خطاب نظر هم ولرو، خو نوموړي زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.


په همدې حال کې د یو شمېر ښځینه ښوونکو په وینا، وروسته له هغې چې د طالبانو حکومت د دولتي او خصوصي پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ وتړلې استادان یې هم ورته واګواښل.


دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پـورته د نجونو د ښووځيو تر تړلو وروسته د سه شنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ، چې د افغانستان د پوهنتونونو دروازې به هم تر بل امر پورې د نجونو پر مخ تړلې وي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus