Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ايراني چارواکي: ايران کې د بهرنۍ پانګونې نيمايي يې افغانانو کړې

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د پنجشنبې په ورځ ایرنا خبري اژانس ته وویل، ایران د بهرنۍ پانګونې د را جلبولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی او باید د افغانانو له لوړ ظرفیت څخه په ښه توګه کار واخلي.


ښاغلي قمي وویل، چې په روان هجري لمریز کال کې په ایران کې نیمه بهرنۍ پانګونه په افغان پانګوالو پورې اړه لري.


د ایرنا خبري اژانس د راپور له‌مخې د افغان پانګوالو په مشرۍ ۱۶۰۰ شرکتونو د ایران په مشهد ښار کې د سوداګرۍ جوازونه ترلاسه کړي دي.


دغه خبری آژانس زیاته کړې ده چې یوازې په مشهد ښار کې د دغو شرکتونو د شتمنیو اندازه یو میلیارډ ډالره اټکل شوې ده.




د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د بانکي بندیزونو دوام او په افغانستان کې په اقتصادي برخه کې د ځواب ویونکې پالیسۍ نشتوالی به له دې هېواده د پانګې د تېښتې لامل شي.


یو له دغو اقتصادي کارپوهانو، تاج محمد تلاش د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، که له افغانستان څخه د پانګوالو له خوا د پانګې د لېږد لړۍ همداسې دوام وکړي، ښايي دا مسله د اقتصادي کړکېچ لامل شي.




ښاغلي تلاش ټینګار وکړ، چې د دې ستونزې د حل لپاره باید د افغان سوداګرو د پانګونې لپاره زمینه برابره شي، د هغوی امنیت دې برابر شي او خصوصي سکتور ته دې مشخص امتیازات ورکړل شي.


نوموړی وايي: "زه فکر کوم چې اسلامي امارت باید څو اساسي پړاونه تر سره کړي، لومړی خو د بیمې موضوع چې ډېره مهمه ده باید رامنځته شي او دویمه خبره دا ده چې اسلامي امارت د خصوصي سکتور لپاره داسې یو طرزالعمل او مقرره جوړه کړي چې یو سلسله قوي اقتصادي صلاحیتونه، د ځمکې د استملاک، د ځمکې د فیصدي او همدارنګه یو سلسله تفویض د صلاحیتونو دي وکړي څو چې ملي پانګوال، بهرنیو هېوادونو ته خپله سرمایه له افغانستان نه انتقال نه کړي څو وشي کولای په افغانستان کې پانګونه وکړي. له یوې خوا به د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا به د پرمختګ لامل شي ."




خو د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې دا مهال په دغه هېواد کې د پانګونې لپاره شرایط برابر دي.


د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد ازادي راډيو ته وویل، هغه پانګوال چې په ایران کې فعالیت لري له څو کلونو راهیسې په هغه هېواد کې مېشت دي او په اقتصادي برخه کې هم فعال دي.




نوموړی وايي: "د پانګونې لپاره چاپيریال برابر دی. کورني او بهرني پانګوال باید راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي. موږ به دوی ته ټولې اسانتیاوې، او اړتیاوې برابرې کړو."


په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د پانګونې او صنعت په برخو کې د ستونزو په اړه ډېر شکایتونه شوي دي.


د تولیدي شرکتونو یو شمېر مسوولینو او پانګوالو ویلي، چې په بانکي سیستم کې ستونزې او محدودیتونه او د پلور بازار نشتوالی د دوی اساسي ستونزې دي.


دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بانک دوه میاشتې وړاندې ویلي وو چې د تادیاتو په سیستم کې خنډونو او د اکمالاتو په برخه کې محدودیتونو د خصوصي سکتور فعالیت، له خنډونو سره مخ کړی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus