Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اروپايي ټولنې د معتادینو د رواني درملنې لپاره شپاړس ميليونه ډالر مرسته وکړه

د طالبانو تر دوهم ځل واکمنۍ وروسته په تېرو شپاړسو مياشتو کې دا دوهم ځل دی چې بهرنۍ مرستندویه ادارې د معتادینو د درملنې په برخه کې له افغانستان سره مالي مرسته کوي.


د روغتيا نړیوال سازمان وايي چې، اروپايي ټولنې تازه له دې سازمان سره شپاړس ميليونه يورو مرسته کړې ده.


دا پيسې به د هغو رواني ناروغانو او معتادینو په درملنه لګول کېږي چې د اعتیاد له امله د لېونتوب يا سايکوز ستونزه ورته پيدا شوې وي.


په افغانستان کې د روغتيا نړیوال سازمان یا (WHO) استازي ليو ډاپينګ ازادۍ راډيو ته وويل: دا مالي مرسته د هغو خلکو لپاره ده چې زيان ورته اوښتی وي.


نوموړي وويل: "باید د نشه يي موادو د استعمال له امله راپيدا شويو رواني اختلالاتو سره د يوې روغتيايي ستونزې په توګه چلند وشي، نه د یوه جرمي عمل په ډول. د اروپايي ټولنې مرسته به زموږ سره مرسته وکړي چې د ټولو لپاره د درملنې زمينه برابره کړو. دا خدمات به د هغه چا د درملنې لپاره وي چې په جسمي، رواني، ټولنيزو، اقتصادي او هوساينې په برخو کې زيانمن شوي وي."




د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د هيئت مرستياله مېرمن رافایل لودیس وايي: "د افغانستان ډېر خلک تر څو کلونو جګړو او سياسي بدلونونو وروسته له ستونزو او رواني ناروغیو سره مخ شوي دي، موږ د روغتيا له نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې سره په ګډه کار کوو چې د خلکو لومړنیو اړتیاوو ته پام وکړو."




په افغانستان کې د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ سره د معتادینو د درملنې په برخه کې د بهرنیو مرستندويه ادارو د مرستو تر ځنډېدو وروسته، د معتادینو د درملنې له (۸۰) مرکزونو څخه تر نيمايي ډېرو مرکزونو د مالي ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي دي.


د طالبانو حکومت پروسږ کال زرګونه معتادین د نشې پرېښودلو لپاره زندان ته ولېږل.


د معتادینو د درملنې کارپوهان وايي چې، ډېری معتادینو له زندان څخه تر ازادېدو وروسته بیرته نشو ته مخه کړې او د دې تر څنګ يې د نشه يي موادو د استعمال اندازه هم ډېره کړې چې په طبابت کې يې اوورډوز (overdose) بولي.




د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر محمدګل صمیم وايي، د نشه يي موادو زياد مقدار د ډوفامینو د ډېرېدو سبب کېږي چې په نتيجه کې يې معتاد د لېونتوب يا سايکوز په ناروغۍ اخته کېږي.




نوموړی وايي: " کله چې د ډوفامين اندازه ډېره شوه، په معتاد کې د لېونتوب یا سايکوز (Psychoses) سبب کېږي. د ناروغ په فکر کې عمده بدلونونه راځي، ناروغ له ستونزو سره مخ کېږي او د هزيان پړاو ته داخلېږي. هزيان دا مانا چې يو ناروغ غير منطقي فکر کوي، دی داسې انګېري چې دا ګواکي سم فکر دی، ناروغ فکر کوي چې پلانی سړی يا يې ورور د ده دښمن دی، يو وخت دا بدګوماني داسې ځای ته رسېږي چې ناروغ د هغه چا پر وړاندې اقدام کوي چې دی شک ورباندې کوي."


د معتادینو د درملنې کارپوهان وايي، اعتیاد داسې يوه ناروغي ده چې د انسان له دماغ سره اړه لري، له همدې امله تر هغو پورې چې د معتاد رواني درمنله و نه شي، نشه د تل لپاره نه شي پرېښودلای.

------------------------

راپور: مرسلین ارسلا

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus