Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اوکرايني چارواکي: په دونيڅک او لوهانسک کې د روسيې بريدونه په شا تمبول شوي

د اوکراین پوځ وایي، په دونیڅک او لوهانسک سیمو کې یې د هستوګنو پر نژدې ۲۲ سیمو د روسي ځواکونو حملې په شاتمبولي دي.


داوکراین د پوځ لوی درستیز په یوه بیان کې وویل چې تېره ورځ اشغالګرو ځواکونو ۲۳ هوایي بریدونه او څلور د میزایلو حملې وکړې چې دوو بریدونو یې په خارکیف کې ملکي هدفونه ویشتي دي.


د اوکراین د پوځ لوی درستیز وویل، د روسیې د توپچي قوواو بریدونه د دونیڅک د سیمې پر بخموت او اودیاوکه ښارونو متمرکز و.


د هغه په وینا مسکو هڅه کوي چې د هارکوف په ختیځ کوپیانسک او د زاپوریژیا په جنوب ختیځ کې خپل تکتکي سنګرونه پیاوړي کړي.


روسیې د اوکراین د انرژۍ پر مهمو تاسیساتو هم تېره ورځ هوایي بریدونو ته دوام ورکړ چې د اوکرایني چارواکو په خبره یو شمېر ملکي وګړو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې.




د اوکراین جنوبي ښار خیرسون چې په دې وروستیو کې اوکرایني ځواکونو ازاد کړی، د روسیې له برید وروسته بشپړ تیاره و.


د خیرسون د اداري مشر یاروسلاو یانوشویچ په وینا په دغه برید کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او نهه تنه نورټپیان شوي دي.


هغه زیاته کړه چې د خیرسون ښار پر مرکزي برخه پرله‌پسې دوهمه ورځ ده چې بریدونه کېږي.


په عین حال کې د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکرترک پرون خبرداری ورکړ چې د اوکراین پر بنسټیزو تاسیساتو د روسیې نور بریدونه به د دې سبب شي چې بشري وضعیت لا خراب شي او هم به نور خلک بې ځایه کېدو ته اړ باسي.




ترک تېره اونۍ اوکراین ته له سفر وروسته پرون په جینوا کې د بشري حقونو شورا ته په وینا کې وویل چې، د روسیې بریدونو له مخکې د ملیونونو کسانو ژوند ډېر سخت کړی دی او که نور بریدونه هم وشي دا به بشري وضعیت لا هم خراب کړي.


هغه په اوکراین کې روانه جګړه نه ختمیدونکې تراژیدي او ناورین وباله.


د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر دغه څرګندونې داسې مهال وکړې چې نوموړي په رسمي توګه خپل راپور دې شورا ته وړاندې کړ چې په‌کې روسي ځواکونه پر اوکراین د یرغل په لومړیو ورځو کې د لږ تر لږه ۴۴۱ ملکي وګړو پر وژلو تورن شوي دي.


مسکو پر ملکي وګړو د بریدونو خبره رد کړې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus