Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

زلنسکي: د اوکراين په ختيځ کې د روسيې په بريد کې لس کسان وژل شوي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وایي، د دونیڅک د سیمې پرکوراخووا ښار د روسیې د تېرې ورځې په یوه برید کې لس کسان وژل شوي دي.


زلنسکي تېره شپه په لنډه ویډیویي وینا کې دا برید ډېر وحشیانه او بشپړ سنجول شوی وباله چې د ده په خبره په یوه مارکېټ، د غَلو د پورته کولو په یوه لفت، د تېلو په یوه ټانک، په یوه بس تم ځای او د هستوګنې په یوه ودانۍ کې یې سوله‌ییز کسان، عادي وګړي ووژل.


زلنسکې زیاته کړه چې تر اوسه د وژل شویو شمېر لس تنه دی او ډېر کسان ټپیان شوي دي.




د اوکراین د ولسمشرۍ د ادارې مرستیال کیرولو تیموشینکو وویل، روسي ځواکونو پر کوراخووا څو توغندویي بریدونه کړي دي.


دا ښارپه دونیڅک سیمه کې د جګړو یو اصلي ډګر و.


هغه همدا راز وویل چې، د خارکییف د سیمې پریوه ښارګوټي روسي ځواکونو توغندویي بریدونه کړي چې د ده په وینا دوه یې د اوکراین د هوايي مدافعې ضد ځواکونو راغورځولي دي.


په دغو بریدونو کې د چارواکو په خبره چا ته زیان نه‌دی رسېدلی.




په عین حال کې د اوکراین د برښنا د شبکې اوکرینرهو مشر ولادمیرکودریتسکي د بیارغونې او پراختیا لپاره د اروپایي بانک له‌خوا جوړې شوې یوه غونډې ته وویل چې، روسي ځواکونو پر اوکراین د یرغل له پیل راهیسې د دې هېواد د برښنا پر تاسیساتو د توغندویو او میزایلو څه باندې زر حملې کړي خو له دې سره سره دا شبکه تر اوسه فعاله ده.


هغه وویل چې، چارواکو یې د شبکې د ترمیم لپاره د اړتیا وړ وسایلو لپاره نړیوال لټون پیل کړی دی.


د اوکراین پر حیاتي تاسیساتو د روسیې د هوايي حملو په وروستیو اتو څپو کې د دې هېواد د برښنا شبکې ته سخت زیان رسېدلی چې په نتیجه کې یې په ټول هېواد کې برښنا په موقتي او پلان شوې توګه پارچاو شوې ده.




د کودریتسکي له قوله ویل شوي چې وایي، دا بریدونه د برښنا شبکې ته تر ټولو لوی ګوزار دی چې بشریت تر اوسه نه‌دی لیدلی خو له دې سره سره، سیسټم لا هم کار کوي.


په عین حال کې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين وايي، دا نه ردوي چې په اوکراين کې به جګړه په يوه "اوږده بهير" بدله شي، په داسې حال کې چې د اوکراين ولسمشر ولادمير زلنسکي وايي، اوکراين به خپل هيڅ تبعه د روسيې تر اشغال لاندې ته پرې‌نږدي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus