Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ملا يعقوب او ټام وېسټ ليدنه؛ سياسي کارپوهان: دا ډول ناستې د ستونزو په هوارۍ کې اغېزمنې دي

د طالبانو حکومت دفاع وزارت ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام وېسټ د طالبانو حکومت د دفاع وزیرات له سرپرست ملا یعقوب مجاهد سره کتلي دي.


دغه وزارت تېره ورځ ناوخته په خپله ټوېټر پاڼه د ملا یعقوب مجاهد له قوله لیکلي، چې نوموړي ټام وېسټ ته دا ډاد ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.


په دغه توېټ کې دا هم ویل شوي، چې نوموړي له ښاغلي وېسټ دا هم غوښتي، چې امریکا او نړۍ دې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.


تر اوسه له دغې لیدنې کوم عکس یا ویډیو نه‌ده خپره شوې او ښاغلي وېسټ هم په دې اړه څه نه‌دي ویلي.




دا په داسې حال کې ده، چې امریکا په افغانستان کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري تر وژلو وروسته د طالبانو د ځینو چارواکو پر سفر بندیزونه ولګول.


د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي په دې باور دی، چې د امریکايي چارواکو او د طالبانو د ځوان نسل تر منځ خبرې اترې ښايي، د افغانستان د اقتصادي ناورین د هواري په برخه کې ګټورې تمامې شي.




نوموړي ازادي راديو ته وویل: "دا په حقیت کې یوه ازموینه ده، د دې ځوان نسل لپاره، د امریکا او افغانستان تر منځ ډېری ستونزې شته، ټولې په یوه ورځ نه هوارېږي، خو که یوه یوه هواره شي ګټه به یې د افغانستان خلکو ته وي، ځکه چې اوس خلک له اقتصادي ناورین سره مخ دي او امریکا بیا هم کولای شي ځني کارونه وکړی، چې اقتصاد ښه شي."


په روسیه کې د افغانستان د سفیر پخوانی مرستیال همایون محتاط بیا په دې باور دی، چې دا لیدنې کتنې د بن د کنفرانس په شان غونډې ته د زمینې برابرولو او په افغانستان کې د یو سیاسي منطقي بهیر د رامنځته کولو لپاره دي.


ښاغلی محتاط وايي: "مونږ به په نږدې راتلونکي کې ښايي د بن کنفرانس په شان د یوې غونډې شاهدان و اوسو، خو د طالبان اوسنۍ کړنلارې او کارونو ته په کتو دا بیا ستونزمنه برېښي، خو امریکا په افغانستان کې له روان وضعیته خوښه نه‌ده، او لوېدیځوال هم په همدې توګه او دوی دې نتیجې ته رسیدلي، چې په هر ډول وي په افغانستان کې سیاسي پروسه منطقي شي."




که څه هم د طالبانو حکومت تل په دې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو به ضد نه کارول کېږي خو د سیمې یو شمېر هېوادونو تازه د هندوستان په پلازمېنې نوې ډهلي کې ویلي، چې د القاعده، داعش، د پاکستان د طالبانو تحریک او نورې نړیوالې ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې فعاله دي.


د یادونې ده، وروسته له هغې چې د امریکا د متحده ایالاتو د یهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې افغانستان لپاره د هغه هېواد ځانګړی استازی توماس وېست جاپان، هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي، د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد هم متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus