Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

يوناما: د نړۍ ۸۵ سلنه ترياک افغانستان کې توليديږي

اووه میاشتې وړاندې د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده یو فرمان ورکړ چې پر بنسټ یې په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګېد.


د افغانستان په ګرمو سیمو کې د کوکنارو له کښته له نږدې دوه اوونۍ تېرېږي، خو لا هم د دې سیمو له کروندګرو سره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې او نه هم ورته د بدیل کښت زمینه برابره شوې ده.


د کندهار ميوند ولسوالۍ يو کروندګر حبيب الرحمن وايي، د تېرو کلونو په څېر يې سږ کال هم په خپلو ځمکو کې د طالبانو د غوښتنې سره سم کوکنار نه‌دي کرلي، خو د ژمنې برعکس طالبانو د بديل کښت په برخه کې له دوی سره هيڅ ډول مرسته نه‌ده کړې.




نوموړی وايي: "موږ په خپلو ځمکو کې غنم وکرل، ځکه چې ترياک يې منع کړي دي. په بدل کې يې موږ ته بديل هم نه‌دی راکړی. بايد د کوکنارو په بدل کې موږ ته کرنیز تخمونه راکړي چې د تر ياکو په اندازه عايد ولري. يوازې غنم نه‌شي کولای چې زموږ د کورنۍ ستونزې حل کړي. خدای شاهد دی چې دا غنم زموږ د يوې مياشتې مصرف دی."


ارزګان مېشتی کروندګر احسان الله وايي، دوی نه‌شي کولای د وچکالۍ له امله د کوکنارو په ځای بل څه وکري.


هغه وايي، سږکال يې کوکنار نه‌دي کرلي، خو کوم غنم يې چې کرلي؛ نه‌شي کولای د هغې د کورنۍ اړتیاوي پوره کړي.


نوموړی وايي: "د کوکنارو د کرلو منع کول ښه کار دی، خو په دې شرط چې په بديل کې يې څه ورکړي و. دوی کوکنار منع کړي او غنم هم سم عايد نه‌لري. زموږ غوښتنه دا ده چې د کوکنارو په بدل کې موږ ته يو زراعتي بديل راکړي، داسې يو بديل چې ښه حاصل ورکړي او موږ يې په بازار کې خرڅ کړای شو."




دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې له مرستیال سره په کتنه کې په افغانستان کې د اپینو د تولید د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې.




یوناما په یوه ټوېټ کې لیکلي، اوس هم د نړۍ ۸۵ سلنه تریاک په افغانستان کې تولیدېږي او دوی دا اندېښنه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له چارواکو سره شریکه کړې ده.


خو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال حسیب الله احمدي ازادي راډيو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، دوی د خپل مشر د حکم عملي کولو ته ژمن دي او د کوکنارو د کښت مخه یې نیولې ده.




د ملګرو ملتونو د يوې سروې د پايلو له‌مخې چې د روان کال د سپټمبر مياشتې په نيمايي کې خپره شوه، په افغانستان کې د تریاکو له تولید نږدې یو میلیارډ ډالر عواید تر لاسه شوي دي.


وړاندې دا پیسې نږدې څلور سوه میليونه ډالر و.


دا سروې له سپوږمکۍ په ګټې تنظیم شوې او اټکل شوې موندنې او پوښښ د ۱۴۰۰ کال د لړم له میاشتې څخه تر ۱۴۰۱ تر چنګاښ میاشتې پورې دي، خو ملګرو ملتونو د کوکنارو د کښت په اړه نوي ارقام لا نه‌دي خپاره کړي.


د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې د راپور له‌مخې، په دې موده کې په افغانستان کې پر ۲۳۳ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي او ۶۲۰۰ ټنه تریاک ترې ترلاسه شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus