د فوټبال نړیوال جام؛ انګلستان او فرانسې بل پړاو ته لار پيدا کړه
نن به کرووشیا د جاپان او برازیل د سويلي کوریا پر وړاندې لوبې ترسره کړي.
پرون په لومړۍ لوبه کې فرانسې ۳ـ۱ پولنډ مات کړ او په دویمه لوبه کې بیا انګلستان په یوه یو اړخیزه لوبه کې سنیګال ۳ـ۰ مات کړ.
د یادونې ده چې د فوټبال نړیوال جام د شپاړلس غوره لوبډلو پړاو د لیندۍ په دولسمه نېټه پیل شوې دي او دغه دور لوبې به د سې شنبې په ورځ پای ته ورسېږي.