Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امیري د افغان ښځو د مشارکت لپاره د یو لاس او قوي پیغام ورکولو غوښتنه وکړه

د افغانستان لپاره د بشري حقونو، ښځو او نجونو په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري د نړۍ، په ځانګړي ډول د ډېری مسلمان مېشتو هېوادونو له مشرانو غوښتي چې په ټولنه کې د افغان ښځو د مشارکت لپاره یو لاس او قوي پیغام ورکړي.


رینا امیري تېره ورځ د نومبر په ۲۹ مه نېټه په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، د بشري حقونو په ښځو مدافعانو کې تر افغان ښځو او نجونو نور الهام بخښونکې نمونې نه شي موندل کېدای.


نوموړې د ښځو د حقونو د ملاتړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل توېټ کې دا خبره لیکلې ده.


رینا امیري په دې توېټ کې د نړۍ، په ځانګړي ډول د ډېری مسلمان مېشتو هېوادونو له مشرانو غوښتي چې په ټولنه کې د افغان ښځو د مشارکت لپاره یو لاس او قوي پیغام ورکړي.


نوموړې لیکلي: "د نړۍ مشران په ځانګړي ډول د هغو هېوادونو مشران چې ډېر په کې مسلمانان اوسېږي باید یو لاس او قوي پیغام ورکړي او هغه دا چې که د یوې ټولنې نیمايي وګړي په ټولنه کې د مشارکت اجازه ونه لري، دا به د ټولنې ثبات او هوساینې ته لوی تاوان ورسوي، د ښځو د بشپړ مشارکت په اړه باید نور د خبرو ځای نه وي."


دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالنې د نړیوالې ټولنې د عدالت غوښتنې د ډول په څرنګوالي نیوکه کوي.


دوی وايي، د طالبانو له خوا پر افغان ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو لرې کول په اندېښنو، د ټولنیزو رسنیو له لارې د عدالت غوښتنې او ناستو له لارې ممکن نه دي.


له دې ډلې شریفه حصار، که څه هم د اسلامي هېوادونو له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل له نړیوالې تولنې سره همغږی او مثبت اقدام ګني خو زیاتوي: "که اسلامي هیوادنه، هغه غوښتنه چې رینا امیري ترې کړي، که دوی د نړیوالې ټولنې په شان خپلې خبرې د شعارونو ، اعلامیو او غونډو تر بریده وکړي، فکر نه کوم چې پر طالبانو دې ډېر اغېز وکړي."


په افغانستان کې د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې حمیرا فرهنګیار ازادي راډیو ته وویل: "رینا امیري هڅه کوي، چې له بېلابېلو لارو ښځې بیاځلي د ټولنې مختلفو اړوخونو ته ننباسي څو ښځې وکولای شي په مختلفو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د پخوا په شان خپل مهم او اساسي رول ولوبوي. خو له بده مرغه له یو کاله زیاته موده وشوه چې عدالت غوښتنه کېږي، له بېلابېلو لارو او نتیجه نه تر لاسه کېږي."


د ملګرو ملتونو د ښځو برخې هم په یوه اعلامیه کې د افغان او ایراني ښځو د مبارزې ستاینه کړې ده.


دغه سازمان په خپله اعلاميه کې دا اندېښنه هم څرګنده کړې چې دموکراتیک بنسټونه او مدني فضا له ګواښونو سره مخ دي.


د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې زیاته کړې چې په افغانستان او ایران کې ښځو ثابته کړه چې د نړیوالو بشري حقونو د پېژندلو هڅې یې نه ستړي کېدونکې دي.


اعلامیې کې راغلي چې د دې ټولو ګواښونو سره سره به د جنسیتي برابرۍ په برخه کې چې په سختۍ سره لاس ته راغلي، په هېڅ ډول په شاتګ ونه شي.


د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې په اعلامیه کې دا هم راغلي: "مونږ باید په فوري ډول د بشري حقونو د ملاتړو ښځو له کار او ژوند ساتنه وکړو، د دوی د مشارکت او د خپلواکو نظرونو د حق په اړه یې خبرو ته ځای نه شته."


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.




تر دې مخکې د طالبانو حکومت ویلي و چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د افغان ښځو او نجونو حقونو ته ژمن دي، خو په دې اړه یې څرګکند تعریف نه دی وړاندې کړی.


په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته دوی په ښځو او نجونو تر ټولو زیات محدودیتونه لګولي دي ان تر دې چې له دوی یې د زده کړې او کار حق هم اخیستی دی.


دا محدودیتونو په کور دننه او نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus