Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ښوونځيو د کلنۍ ازموينې پيل؛ يو شمېر زده‌کوونکې: سږ کال هم له زد‌ه‌کړو بې برخې يو

په سړو سیمو کې د ښوونځیو د کلنیو ازموینو له پیل سره سم، له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې چې د طالبانو له‌خوا ښوونځیو ته له تلو راګرځول شوي وايي، له دې امله چې سږ کال هم له زده‌کړو محرومه دي، خفه دي.


محدثه ضامني د دولسم ټولګي زده‌کوونکې ده، خو له کله چې طالبان په افغانستان بیا واکمن شوي، هغې ته یې اجازه نه‌ده ورکړې چې ښوونځي ته ولاړه شي.


داسې مهال چې د افغانستان په سړو سیمو کې کلنۍ ازموینې پیل شوې، نوموړې ازادي راډیو ته وویل، دا ورته ډېره سخته ده چې ښوونځي ته نه‌شي تللی او ازموینه کې هم ګډون نه‌شي کولای.




نوموړې وايي: "نن چې د ښوونځیو کلنۍ ازموینې پیل شوې، زما او د ټولګیوالو لپاره مې خفه کوونکې وه. که طالبان اجازه ور نه‌کړي چې موږ ښوونځي ته ولاړې شو او خپلو هیلو ته ورسېږو، راته به ډېر سخته وي. مخکنیو کلونو کې به ډېرې خوښې وو چې پرمختګ مو کاوه، مګر سږ کال موږ ته ښوونځیو ته د تلو اجازه را نه‌کړل شوه."


د یوولسم ټولګي زده‌کوونکې حنا هم ورته کیسه لري او وايي: "د هلکانو ښوونځي پرانستي دي او برخلیک یې معلوم دی، خو نجونې یې بې‌برخلیکه دي. هلکان ځي ازموینه ورکوي، خو موږ اجازه نه‌لرو. دا زموږ لپاره ډېره مایوسه کوونکې ده او نړیواله ټولنه هم نه‌ده توانېدلې چې دا ستونزه حل کړي."




د دې دوو نجونو په ګډون لسګونه زره نورې هم شته چې په افغانستان کې طالبانو له نا معلومه برخلیک سره مخ کړي دي.


دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په لومړۍ نېټه په سړو سیمو کې د ښوونځیو کلنۍ ازموینې پیل شوې، خو لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته د تلو اجازه نه‌لري.


هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند نظر واخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره بریالي نه‌شو.


خو موده وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ترکیه کې رسنیو ته ویلي و، د نجونو د ښوونځیو په پرانيستو کار روان دی او ډېر ژر به دا ستونزه حل شي.




واک ته د طالبانو د بیا ځلي رسېدو وروسته، دوی له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندولو په ګډون په نجونو او ښځو نور بندیزونه لګولي دي.


د طالبانو دې بندیزونو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه درلودل، خو ښکاري چې دې نیوکو لا د طالبانو په پرېکړو کوم اغېز نه‌دی کړی.


خو له دې ټولو سره سره، له شپږم ټولګي پورته هغه نجوني چې له ښوونځیو را ګرځول شوي، له نړیوالې ټولنې غواړي چې په طالبانو فشار زیات کړي، چې د دوی ښوونځیو پرانیزي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus