Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ګاسمن: ترکیه دې د افغان پناه غوښتونکو اجباري ایستل ودروي

د بشري حقونو د څار سازمان له ترکیې د افغان پناه غوښتونکو د اجباري ایستلو د سم د لاسه مخنیوي غوښتنه وکړه.


د بشري حقونو د څار سازمان په خپل تازه راپور کې، له ترکیې څخه د افغان پناه غوښتونکو د اجباري ایستلو په باب اندېښنه وښوده.


د دغه بنسټ د اسیا د برخې مرستیال مشرې پاټریشیا ګاسمن تېر ماښام د لړم ۲۷مه ازادۍ راډیو ته وویل، چې ژر تر ژره باید د دغو پناه غوښتونکو د جبري اخراج مخه ونیول شي.




هغې وویل: "که څه هم ترکیه په نړۍ کې د پناه غوښتونکو لوړ شمېر لري، بیا یې هم له خپلو پولو د هغوی شړلو یا هم په الوتنو کې افغانستان ته د افغانانو اجباري ایستلو ته دوام ورکړی دی، هغه ځای ته چې دغه افغانان په کې خوندي نه دي او د نړیوال خوندیتوب لپاره خپل غوښتنلیک هلته ثبتولی نه شي. "


د هغه راپور له مخې چې پرون د بشري حقونو د څار سازمان خپور کړی ترکیې ویلي، چې د ۲۰۲۲م کال په لومړیو اتو میاشتو کې یې په ټوله کې ۴۴زره ۷۶۸ تنه افغان پناه غوښتونکي اخراج کړي دي.


د دې بنسټ په وینا، ترکیه بې له دې چې د افغانانو اندېښمنوونکي غږونه واوري، دوی له خپلې خاورې باسي.


دغه راپور چې ۷۳ مخونه لري او نوم یې دی «هېڅوک نه پوښتي چې ولې له افغانستانه ووتم» په یوه برخه کې یې راغلي، ترکیې د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر چټک کړی، چې د تېر کال پرتله ۱۵۰ فیصده زیات شوی دی.


د راپور په یوه برخه کې راغلي، افغان پناه غوښتونکي په ترکیه کې نه شي کولی چې د خوندیتوب لپاره په نړیوالو ادارو کې ځانونه ثبت کړي.


په راپور کې دا هم ویل شوي، چې ځوان نارینه او هلکان چې د کورنیو له ښځینه غړو پرته سفرونه کوي، د ترکي چارواکو له وهل ټکولو او ځورونې سره مخامخ شوي یا هم د دغسې پېښو شاهدان وو.


د بشري حقونو د څار سازمان وايي، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته، له هېڅ هغه افغان سره چې د کورنۍ ښځینه غړې ورسره نه وې او ترکیې ته تللي، د ترکیې د کډوالۍ ولایتي ادارو له خوا خبرې نه دي شوي او د پناه درخواست یې هم نه دی منل شوی.


په دغه راپور کې راغلي، چې هر هېواد څخه د پناه غوښتونکو اجباري اخراج، د بشري حقونو د معیارونو خلاف کار دی چې باید مخه یې ونیول شي.


د ترکیې د کورنیو چارو وزارت مرستیال په تېره فبرورۍ میاشت کې ویلي وو، چې په انقره، استانبول او ۱۴ نورو ولایتونو کې د افغان پناه غوښتونکو درخواستونه نه منل کېږي.


د بشري حقونو د څار سازمان د شمېرو له مخې، دا مهال نږدې ۳ اعشاریه ۹ میلیونه پناه غوښتونکي په ترکیه کې ژوند کوي، چې ۳ اعشاریه ۶ ملیونه یې د سوریې او ۳۲۰زره نور یې د نورو هېوادونو تر ډېره افغانستان وګړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus