چارواکي: د اوکراین د انرژۍ سکټور نږدې ۵۰ فیصده له کاره لوېدلی
شمیهال پرون په دې باب زیاته کړه، یوازې د نوامبر میاشتې پر ۱۵مه د اوکراین پر ښارونو او د انرژۍ پر تاسیساتو د روسیې ۱۰۰ راکټي حملې وشوې.
تر دغو حملو وروسته په پلازمېنه کییف، خارکیف، ژیتومیر، لیفیف او نورو ښارونو کې د چارواکو په خبره نږدې ۱۰ میلیونه اوکراینیان له برېښنا بې برخې شول.
کرملین وايي، د دغو حملو علت له روسیې سره خبرو ته د اوکرایني لوري نه لېوالتیا ده.