Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بایډن: پر پولنډ د اوکراین دفاعي توغندي لګېدلي

د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، هغه دوه توغندي چې پر پولنډ لګېدلي د اوکراین دفاعي توغندي دي.


رویټرز خبري اژانس په ناټو کې د یوې سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی یاد شوی، نن دغه خبره داسې مهال کړې چې د ناټو د غړو هېوادونو استازي په همدې تړاو بروکسل کې یوې بېړنۍ غونډه کې جرګه شوي دي.


تر دې وړاندې هم جوبایډن ویلي و، داسې نه ښکاري چې دغه توغندي دې چې د پولنډ په ختیځ کې یې دوه تنه وژلي، له روسیې توغول شوي وي.




د پولنډ په ختیځ کې چې له اوکراین سره ګډه پوله لري، پرون سه شنبه دوه توغندي ولګېدل او داسې وانګېرل شوه چې ګواکې روسي پوځیانو توغولي دي.


د پولنډ چارواکو ویلي، دوی د توغندیو د څرنګوالي په اړه څېړنې پيل کړي دي.


دا له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، لومړی ځل دی چې د اغېزو له کبله یې د ناټو په یوه غړي هېواد کې دوه تنه وژل کېږي.


د روسیې دفاع وزارت هم تر دې مخکې هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د دوی پوځیانو دې پر پولنډ توغندي ویشتي وي.


د روسیې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی د اوکراین او پولنډ پولې ته نږدې هېڅ هدف په نښه کړی نه دی.


په خبرپاڼه کې راغلي، دغه ډول راپورونه 'د وضعیت د لا کړکیچنولو' په هدف ورکول کېږي.


روسیې ویلي، پر پولنډ د لګېدلو توغندیو له پاته شونو ښکاري چې دا د اوکراین د هوایي دفاع 'ایس ۳۰۰' ډوله توغندي دي.


د پولنډ په ختیځ کې د سه شنبې په ورځ وروسته تر هغه دوه توغندي وچاودېدل چې روسیې د اوکراین یو شمېر سیمې په توغندیو وویشتې.


د اوکراین چارواکو ویلي، د دوی پوځ توانېدلی چې په دفاعي مزایلو د روسیې یو شمېر توغندي شنډ کړي.


د ناټو د غړو هېوادونو د سفیرانو تر نننۍ بیړنۍ غونډې مخکې د امریکا ولسمشر وویل، دوی او ناټو به اول وګوري چې څه پېښ شوي.


د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت ویلي، توغندي د اوکراین له پولې شپږ کیلو متره واټن کې د دوی د هېواد د پرزیودو پر کلي لګېدلي دي.


د پولند ولسمشر انډري ډوډا ویلي، داسې ښکاري چې توغول شوي توغندي د روسیې دي، خو نوموړي ویلي، دا معلومه نه ده چې چا توغولي دي.


ځینو لوېدیځو مشرانو ویلي، هر چا که دغه توغندي ویشتلي وي، مسوولیت یې روسیې ته ور اوړي.


له دې ډلې د بریتانیا صدر اعظم ریشي سوناک ویلي، د روان تاوتریخوالي پړه پر اوکراین د روسیې یرغل دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus