Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د امریکا منځمهاله ټاکنو په نتیجه کې ډیموکرات ګوند پر سنا کنټرول وساته

د امریکا د منځمهاله ټاکنو په نتیجه کې ډیموکرات ګوند پر سنا یا مشرانو جرګې خپل کنټرول وساته.


د امریکا په نیواډا ایالت کې د سناتورې کټرین کورټیز مسټو بریا دا یقینې کړه چې ډیموکراتانو په سنا جرګه کې پنځوس څوکۍ چې دوی پر دې جرګې د کنټرول لپاره اړتیا ورته درلوده، خپلې کړې.


د اسوشیټیډپریس خبري اژانس د راپور له مخې د مېرمن کټرین بریا په ټوله امریکا کې د منځمهاله ټاکنو له لارې د ډیموکراتانو پیاوړی واک په ډاګه کوي.




کټرین کورټیز د بریا په برخه کې تر ټولو زیان ګالې معلومېده، ځکه په نیواډا ایالت کې د پټرولو بیې ډېرې ختلې وې او جمهوري غوښتونکو د هغې د اسانه ماتېدو فکر کاوه.


د امریکا په سنا کې د اکثریت مشر چک شومر تېره شپه وویل: "د امریکا خلکو په ښه توګه د دیموکراسۍ ضد واکمنۍ رد کړه."


تر نیواډا وروسته جورجیا یوازنی ایالت دی چې د سنا جرګې د یوې څوکۍ برخه لیک په کې نا معلوم دی.


پر سنا جرګې د ډیموکراتانو واکمنۍ د کابینې د انتصاب او د قضایي غړو د ټاکنو په برخه کې د جوبایډن هڅو ته ښه لاره هواره کړه.


دغې بریا دا هم یقیني کړه چې ډیموکراتان به په سنا جرګه کې د کمیټو کنټرول وساتي او خپله به د بایډن د حکومت په اړه د څارنې واک ولري.


اوس که چېرته د استازو جرګې ډېرې څوکۍ جمهوري غوښتونکي ګټي او هغوی د بایډن د واکمنۍ ضد ځینې قوانین صادروي، سنا جرګه کې یې ډیموکراتان ردولی شي.


په همدې حال کې د امریکا ولسمشر جوبایډن چې د جنوب ختیځې اسیا په سفر بوخت دی، په کمبودیا کې ویلي: "د ټاکنو په اړه ښه احساس لري" او د څو راتلونکو کلونو په اړه فکر کوي.




بایډن ویلي، که په جورجیا ایالت کې دوی د سنا جرګې یوپنځوسمه څوکۍ هم خپله کړي، دوی به د سنا جرګې پر کمېټو خپله برلاسي پراخه کړي.


بایډن په ورته وخت کې هیله ښودلې چې دوی به په استازو جرګه کې هم ډېرې څوکۍ خپلې کړي، خو د دغې جرګې برخه لیک لا تراوسه هم روښانه نه دی.


د دیموکراتانو استازو په سنا جرګه کې له خپلې بریا وروسته د ډیموکراتیکو ارزښتونو د دفاع تټر وهلی او ویلي یې دي، دوی به د جنین د سقط د حق د دفاع په ګډون ګڼې نورې ژمنې عملي کړي.


د امریکا کانګرس له دوو خونو سنا او استازو جرګو جوړ دی چې د ټولو څوکیو یا غړو شمېر یې ۵۳۵ دی.


په دوی کې ۱۰۰ څوکۍ د استازو جرګې د غړو او پاته ۴۳۵ نورې د استازو جرګې د غړو لپاره دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus