Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ نن د پاکستان او انګلستان ترمنځ پایلوبه ده

نن د پاکستان او انګلستان تر منځ د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام پایلوبه ترسره کېږي.


ام سي جي یا د ملبورن د کرکټ لوبغالی د انګلستان او پاکستان د پایلوبې کوربه دی.


ملبورن دېرش کاله مخکې هم په ۱۹۹۲ کال کې د کرکټ د نړیوال جام د پایلوبې کوربه وو چې بلاخره اتلولي د پاکستان په برخه شوه او انګلستان ناهیلی کور ته لاړ.


خو د ۲۰۲۲ کال د کرکټ نړیوال جام بیا د کاملاً نوي کرکټ او د دواړو هېوادونو د یوه متفاوته ټيم تر منځ ترسره کېږي.


د انګلستان د کرکټ د ملي ټيم کپټان جاس بټلر وايي، په دې تمه دی چې ټیم اتلولي ته ورسوي.


هغه وویل: "موږ د پاکستان پر وړاندې ډېرې لوبې کړي، خو په متفاوته شرایطو کې. طبعاً چې ملبورن کې پایلوبه تر نورو سیالیو توپیر لري. پوهېږو چې د یوه غښتلي ټيم په وړاندې لوبېږو چې د نړیوال جام پایلوبه کې طبیعي خبره ده، خو موږ به تر هغوی په ځان ډېر تمرکز کوو او سخته خواري کوو چې بری مو په برخه شي او خپله ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړو."




انګلستان د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې د هند ټیم چې د اتلولۍ دعوې یې درلودې په لوی توپیر مات کړ.


د هندوستان د ۱۶۹ منډو هدف یواځې پيلیزو لوبغاړو جاس بټلر او الیکس هېلز پوره کړ.


پاکستان هم په نیمه پایلوبه کې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه چې د استرالیا په سټډيومونو کې یې هر لوبغاړی ښه بلد دی او د پاکستان په نسبت په جدول کې هم ښه روان وو.


د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم کپټان بابراعظم ویلي لکه څنګه چې وروستیو څو لوبو کې پاکستاني لوبغاړو وړتیا وښوده فاینل ته هم په همدې مورال ورځي.


هغه وویل: "موږ ټورنمنټ ښه نه وو پيل کړی، خو وروسته ښه شوو او لکه زمریانو داسې لوبه مو وکړه. هیله من یم چې همداسې دوام ورکړو. هڅه کوو چې په همدې مورال فاینل کې هم ولوبېږو."


پاکستان او انګلستان تر دې مخکې دواړه د شل اووریزو لوبو اتلولۍ ګټلي.


پاکستان په ۲۰۰۹ کال او انګلستان په ۲۰۱۰ کال کې د اتلولۍ کپونه ګټلي.


د دغو ټيمونو تر منځ په پنځو وروستیو نړیوالو شل اوریزو لوبو کې بیا د انګلستان تله نسبتاً درنه ده او درې لوبې یې ګټلي.


د انګلستان ټيم د مارک ووډ او سم کوران په څېر له چټکو بالرانو برخمن دی او تر څنګ یې په توپوهنه کې هم د جاس بټلر او الیکس هېلز په څېر تکړه لوبغاړي لري.


په پاکستان هم چټک بالران شاهین شاه افریدی او حارث رووف د یادولو دي چې ورسره په توپوهنه کې محمد رضوان او په الرونډرانو کې د شاداب خان نوم د یادولو دی.


په ملبورن کې به د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام په پایلوبې سره دا ټورنمنټ هم پای ته رسېږي.


که څه هم وروستۍ څو لوبې منظمې وشوې، خو په ټوله کې د افغانستان په شان د ځينو ټیمونو لوبې د باران په سبب لغوه شوې چې د ټیم ګڼ مینه وال یې ناهیلي کړل.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus