Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورونې دوام؛ د طالبانو حکومت پرې غبرګون وښود

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د هغه هېواد د پولیسو له‌خوا د افغان کډوالو ځورول دوام لري، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د افغانانو ځورونه ودروي او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه دې د افغانانو ښه کوربه‌توب وکړي.


يوه ويډيو چې په ټولنیزو رسینو کې خپره شوې او په‌کې ښکاري چې د پاکستاني پولیسو له‌خوا یو شمېر نیول شوي افغانان چې په رسۍ تړل شوي، د پولیسو ماموریت ته بیول کېږي.


په دغو شاوخوا شلو افغانانو کې یو شمېر یې ماشومان دي.


په هغه هېواد کې مېشت له افغان کډوالو او دې هېواد ته د تلونکو افغانانو په وړاندې د پاکستاني پولیسو د ځپنې دغه اقدامات تر اوسه روان دي.


په دې ترڅ کې د کراچۍ د کیماړي سیمې د پولیسو له‌خوا پرون چهارشنبې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، ۳۱ هغه افغانان چې له بلوچستان ایالت څخه په ناقانونه توګه کراچۍ ته ورغلي و، نیول شوي دي.




پاکستاني رسنیو د دې سیمې د پولیسو د مشر فداحسین جانوري په حواله ویلي چې، د ناقانونه کډوالو د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.


د خبرپاڼې له‌مخې پولیسو دغه افغانان د اسنادو د نه درلودلو او پاکستان ته د ناقانونه تګ په خاطر نیولي.


خو د دغو بندیانو یوه مدافعه وکیله د پاکستاني پولیسو دغه ادعا ردوي او وایي پولیسو په سلګونو هغه افغانان هم نیولي چې په دې هېواد کې د اوسېدو یا د ورتلو قانوني اسناد لري.




د پښتون ژغورنې د غورځنګ یا پي ټیم ایم غړې او د بشري حقونو مدافع منیزه کاکړ ازادي راډیو ته وویل: "په دوی باندې دغه تور دی چې دوی قانوني اسناد نه‌لري او په غیر قانوني توګه ته پاکستان ته راغلي دي خو په دوی کې یو زیات شمېر کسان هم دي، د درې سوه او څلور سوو په شاوخوا کې چې ما ورسره په خپله کتنې ترسره کړي، چې له هغوی سره کارټونه، ویزې او پاسپوټونه وو. دغه اسناد یې د نیولو په وخت پولیسو ضبط کړي او کله چې موږ د پولیسو ماموریت ته پسې تللي وو، نو هغوی موږ ته له دې انکار کړی چې دغسې اسناد دوی ترې اخیستي وي."




مېرمن کاکړ وویل، په اوس وخت کې د پاکستان په زندانونو کې شاوخوا دولس سوه دا ډول افغان کډوال ساتل کېږي.


د هغې په خبره د کراچۍ په زندان کې د یوه لوړ عمر لرونکي افغان مړینه هم محکمې ورته تایید کړې او وایي، مړی یې تر هغو افغانستان ته نه‌شي استول کېدای چې په دې زندان کې یې د بندي زوی دوسیه بشپړه شوې نه وي او افغانستان ته یې د ډیپورټي امر صادر شوی نه‌وي.


په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د افغانانو ځورونه ودروي او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه دې د افغانانو ښه کوربه‌توب وکړي.




د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په یوه صوتي بیان کې چې پر ټوېټر پاڼه یې خپور کړی ويلي، په پاکستان کې د افغانانو د ستونزو د حل لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په پاکستان کې افغان سفارت او قونسلګریو په پر له‌پسې توګه هڅه کړې خو له بده مرغه له غوښتنو سره سره دا ستونزه تر اوسه نه‌ده حل شوې.


نوموړي ويلي: "له څه مودې راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو، له افغانستان سره د تګ راتګ پر لارو په ځانګړې توګه په سند ایالت کې له افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له لوري ناوړه چلند کېږي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خپلو هېوادوالو ځورول او ورته ستونزې جوړول غندي. له پاکستاني حکومت څخه یې په کلکه د مخنیوي او بیا نه تکرار غوښتنه کوي."




حافظ ضیا احمد همدارنګه وویل، پاکستان د افغانستان یو نژدې او داسې ګاونډی هېواد دی چې دواړه ولسونه یې د اسلامي ورورګلوۍ او ګډ کلتور ترڅنګ ګڼ نور نه بېليدونکي مشترکات لري.


دغه راز په پاکستان کې سلګونه زره افغان کډوال مېشت دي او هلته نه یوازې خپل غیر سیاسي ژوند کوي بلکې د کوربه هېواد په ابادۍ او اقتصادي وده کې یې مهم او د پام وړ رول لرلی دی.


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم له پاکستاني چارواکو غوښتي چې باید د افغانانو نیول او سپکاوی بند شي.


پښتین همدا راز زیاته کړې چې چمن، تورخم او انګور اډه کې هم هره ورځ لسګونه عام خلک له ستونزو سره مخ کېږي او ورسره زور زیاتی روان دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus