Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بايډن د منځ‌مهاله ټاکنو پر مهال: د ډيموکراسۍ او امريکا لپاره دا يوه ښه ورځ ده

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن منځ‌مهاله انتخابات د ډیموکراسۍ لپاره یوه ښه ورځ وبلله او ویې ویل، د ډیموکراټ ګوند غړیو یې وکولای شول چې د جمهوري غوښتونکو د بریا د هغې څپې چې تمه یې کېده، مخه ونیسي.


بایډن دا ومنله چې د انفلاسیون او نورو اقتصادي مسلو په اړه رایي ورکونکي مایوسه و خو ویې ویل چې، د امریکایانو لوی اکثریت چې د نومبر په اتمه یې رایې ورکړې، د ده د اجنډا ملاتړ وکړ.


بایډن په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل: "زما په فکر دا یوه ښه ورځ وه د ډیموکراسۍ لپاره. او زه فکر کوم چې دا د امریکا لپاره یوه ښه ورځ وه."


بایډن زیاته کړه، په داسې حال کې چې رسنیو او کارپوهانو د سره رنګ لویې څپې چې هدف یې جمهوري غوښتونکي و، وړاندوینه کوله، خو داسې ونه‌شول.




جمهوري غوښتونکو یو څه لاسته راوړنې ترلاسه کړې، خو په استازیو جرګه او سنا کې د څوکیو ډکولو لپاره سیالیو کې د دوی بریا د هغې وړاندوينې خلاف ده چې ویل کېدل جمهوري غوښتونکي به د دواړو جرګو واک ترلاسه کړي.


داسې ښکاري چې دوی به له ۲۰۱۸ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره په ۴۳۵ کسیزه استازیو جرګه کې اکثریت خپل کړي خو د څوکیو په توپیر.


له کلیفورنیا څخه جمهوري غوښتونکي کیوین مک کارټي چې تمه کېږي، د استازي جرګې مشري ترلاسه کړي، وویل، دا واضح ده چې موږ به پردغې جرګې کنټرول بېرته ترلاسه کړو.


ډېری رسنیو وړاندوینه کړې چې جمهوري غوښتونکي به په دې جرګه کې اته څوکۍ له ډیموکراټانو وګټي، یعنې درې څوکۍ له هغه څه زیاتې چې دوی یې د اکثریت د ترلاسه کولو لپاره ورته اړتیا لري.




پرون د ورځې ناوخته د ختیځو ایالتونو د څه باندې څلوېښتو څوکیو برخلیک نه و معلوم چې د منځ‌مهاله انتخاباتو نهایي نتیجه اعلان شي.




د سنا جرګې کنټرول چې په اوس وخت کې د دواړو ګوندونو ترمنځ نیم په نیمه وېشل شوې، برخلیک تر اوسه روښانه ځکه نه‌دی په اریزونا، نیواډا او جورجیا کې د کاندیدانو ترمنځ سیالۍ ډېرې سره نژدې دي.


د دغو سياليو پايلې پرون ناوخته اعلانېدو ته ډېرې نږدې وې، خو په جورجیا ایالت د انتخاباتو چارواکو ويلي، چې په دغه ايالت کې به ډیموکراکټ رافيل وارنوک او جمهوريپال سيال یې هرشل واکر تر منځ سيالي د دسمبر په شپږمه نېټه ترسره شي ځکه د بریالیتوب لپاره هیڅ کاندید پنځوس جمع یو رایې نه‌دي ترلاسه کړي.


که جمهوري غوښتونکي د استازیو جرګه په واک کې واخلي، که هغه په لږ اکثریت هم وي، کولای شي په راتلونکو دوه کلونو کې د بایډن د اجنډا مخه ونیسي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus