Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نېشنل انټرسټ: ایا د افغانستان له ناوړه اقتصادي وضعیته د وتلو لاره شته؟

نېشنل انټرسټ:


ایا د افغانستان له ناوړه اقتصادي وضعیته د وتلو لاره شته؟ دا د نېشنل انټرسټ مجلې د یوې مقالې سرلیک دی.


د مقالې لیکوال د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مرستیال معصوم جان معصومي دی.


هغه لیکلي، د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې نړیوالو افغانستان ته یو اعشاریه اته میلیارده ډالره بشري مرسته لېږلې، خو لا هم ۲۵ میلیونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخامخ دي.


وړاندې راغلي، اوسنی وضعیت په ډاګه کوي چې د نړیوالو بشري مرستې د لنډ وخت لپاره ګټورې وې، خو د لیکوال په باور دا مرستې په بشپړ ډول د ویجاړونکو ټولنیزو او اقتصادي شرایطو د ښه کولو لپاره ګټورې نه وې.


مقاله کې سپارښتنه شوې چې نړیواله ټولنه باید د یوه متحد، کارنده او متوازن چوکاټ له مخې افغانستان سره مرسته وکړي.


لیکوال د روغتیا او ښوونې په برخه کې د لویو او وړو پروژو عملي کول او د نړیوالو ادارو له خوا له خصوصي شرکتونو سره مرسته د ګټورو مرستو بېلګې یادې کړي دي.


بهرنیو پانګه والو ته د پانګونې فرصتونه برابرول د اقتصادي وضعیت د ښه کولو بله لاره بلل شوې چې مقاله کې ورته اشاره شوې ده.


د نېشنل انټرست د مقالې په پای کې راغلي، که د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره هلې ځلې ونه شي، د دې وېره رامنځته کوي چې خلک به د دیني او عقیدوي نظریو تر چتر لاندې سخت دریځۍ ته وهڅول شي او د کوکنارو کرکېله به ډېره شي.


ریلیف ویب:


ریلیف ویب خپرونې هم، چې د ملګرو ملتونو او نورو مرسته رسونکو ادارو اړوند خبرونه خپروي، د افغانستان پر اندېښمنونکي اقتصادي وضعیت باندې تمرکز کړی دی.


د خپرونې په باور افغانستان دا مهال د اقتصادي ستونزو د ډېروالي، د بې وزلۍ د لوړې کچې، طبیعي پېښو او کورونا وبا له کبله له بې ساري بشري ناورین سره مخامخ دی.


ریلیف ویب د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د تېرې سپټمبر میاشتې راپور ته اشاره کړې چې په کې راغلي، د افغانستان د ۴۲ میلیونه وګړو له ډلې ۵۹ فیصده یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.


راپور کې راغلي، په بشپړ ډول د خوړو نشتوالي، د خوارځواکۍ لوړې کچې او له خپلو مېنو د خلکو بې ځایه کېدنې د افغانانو بشري ستونزې لا پسې زیاتې کړي.


راپور کې بیا دې ټکې ته هم اشاره شوې چې د تېرو دو کلونو په ترڅ کې شاوخوا یو میلیون کسان بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus