Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبانو د رسنيزو سرغړونو د څېړنو له کمېسيونه مېرمنې لرې کړي

د افغان مېرمنو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په افغانستان کې د رسنيزو سرغړونو د څېړنو له کمېسيونه د مېرمنو په لرې کېدو نیوکه کړې ده.


 


د طالبانو له‌خوا د رسنیزو سرغړونو له کمېسیونه د ښځو د لرې کولو له امله په طالبانو یو ځل بیا نیوکو زور اخیستی.


یو شمېر خبریالان او د رسنیو ملاتړي بنسټونه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو په دې عمل اندېښنه ښيي.


یوه افغانه خبریاله چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي په ښځینه خبریالانو روان محدویتونه د خبریالۍ له ډګر نه د دوی د حذفېدو په برخه کې د خطر زنګ په معنی بولي.


هغه وايي: "د رسنیو د سرغړونې له کمېسیون نه زموږ د استازې حذف کول د ښځینه خبریالانو اندېښنې زیاتې کړي. د دې لپاره چې په ښځینه خبریالانو د طالبانو حکومت د امر بالمعروف، اطلاعات او فرهنګ وزارت او استخباراتو ریاست لخوا محدویتونه به د دې لامل شي چې افغان مېرمنې له د رسنیو له ډګر نه حذفې او په کور کېنول شي."


له دې سره خوا کې د افغان مېرمنو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو ضد کړنې پرته له کوم ځنډه دوام لري.


نوموړې لیکلي چې د رسنيزو سرغړونو د څېړنو له کمېسيونه د افغان مېرمنو حذفولو سره د هغه فرمانونو شمېر ۱۶ ته ورسېد چې د افغان مېرمنو او نجونو د غږ بندولو او بشري حقونو د نقض په برخه کې تر دا مهاله ورکړل شوي.


اغلې امیري له ټولنې نه د مېرمنو او نجونو حذفول د افغاني فرهنګ خلاف عمل یاد کړی او ویلي چې دغه چاره به هېواد د افراطیت په لور یوسي.


د افغان مېرمنو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو روانې کړنې د فقر، بې ثباتي، ناهیلي او له افغانستان نه د استعدادونو تېښتې اصلي لاملونه یاد کړي.




په افغانستان کې د رسنيزو سرغړونو د څېړنو کمېسيون چارې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې تر یو میاشت وړاندې پورې ځنډېدلې وې.


دغه کمېسیون په تېره میاشت کې خپل کار پیل کړ، خو د طالبانو حکومت د ښځینه خبریالانو استازې له دې کمېسیونه لرې کړې.


په همدې حال کې په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ یا نی مسوول ظریف کریمي د طالبانو له حکومته غواړي چې په خپلې دغې پرېکړې له سره غور وکړي.


کریمي وویل: "د رسنیو د سرغړونې په کمېسیون کې د ښځینه خبریالانو او فعالانو د استازې نشتون د دې ښکارندوي کوي چې ښځینه خبریالانې د رسنیو له ډګر نه په سیستماتیک ډول حذفېږي. د افغانستان له حکومت په ځانګړې ډول اطلاعات او فرهنګ وزارت نه غواړو چې د رسنیو د سرغړونې په کمېسیون کې د ښځینه استازې په اړه په خپلې پرېکړې له سره فکر وکړي څو د مېرمنو حضور د رسنیو په برخه کې وساته شي."


د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې برخه کې د طالبانو حکومت نظر واخلي، خو د دوی ویاندویانو ذبیح الله مجاهد او بلال کریمي د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.


د رسنيزو سرغړونو د څېړنو له کمېسيونه په داسې حال کې د ښځینه استازې د لرې کېدو خبره کېږي چې اوسمهال د دغه کمېسیون د غړو شمېر له ۱۱ کسانو څخه ۱۴ کسانو ته پورته شوی او په دې کې د اطلاعات او فرهنګ او امر بالمعروف وزارتونو تر څنګ د استخباراتو او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت استازي هم غړیتوب لري.


په دغه کمېسیون کې د رسنیو سرغړونو او د خبریالانو ستونزو ته رسېدنه کېږي.


په داسې حال کې چې طالبانو د رسنيزو سرغړونو د څېړنو له کمېسيونه ښځینه استازې لرې کړې، خو پوښتنه دا ده چې له دې وروسته به د ښځینه خبریالانو او رسنیزو فعالانو ستونزو ته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې څوک او څه ډول رسېدنه کېږي؟

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus