Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پر عمران خان بريد؛ نوموړی ژوبل او يو ملاتړی يې مړ شوی

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان نن په یوه برید کې ټپي شوی.


په پاکستان کې ددې هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د موټرو په کاروان ډزو کې نوموړی برسېرن ټپي شوی او د هغه یو ملاتړی مړ شوی دی.


د عمران د تحریک انصاف ګوند او پولیسو ویلي چې، د یو بریدګر له‌خوا د پنجاب ایالت په وزیر اباد کې په دې ډزو کې څو تنه نور هم ټپیان شوي دي.


تحریک انصاف ګوند او پاکستاني رسنیو ویلي دي، عمران خان او د د ګوند یو بل مخکښ یې سناتور فیصل جاوېد دواړه د نومبر درېیمې په پېښه کې سرسري ژوبل شوي دي او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.


په همدې حال کې د تحریک انصاف پلویانو په پېښور، مردان، راولپېنډۍ او یو شمېر نورو ځایونو کې د پېښې ضد اعتراضونه اعلان کړي دي.


د عمران خان ګوند پر ټوېټر یو شمېر ویډیوګانې خپرې کړې دي چې په یوه کې یې عمران خان ښکاري چې ولاړ دی، خپلو پلویانو ته لاس خوځوي او بیا له کانټینره بهر وځي.


په بله ویډیو کې سناتور جاوېد ظاهراً په یو کلينيک کې ناست دی چې پر کمیس یې د وینې داغونه دي او پر پوزه یې یوه پټۍ لګېدلې ده.




نوموړی په ویډیو کې وايي چې، دی خپله روغ دی او له خپلو پلویانو د "دوعاګانو" غوښتنه کوي.


تحریک انصاف ګوند وايي چې یو وسله‌وال پر لاریون ډزې وکړې او دا یې پر عمران خان "قاتلانه برید" بللی دی.


رسنۍ وايي، پولیسو یو مشکوک بریدګر نیولی دی خو تر اوسه معلومه نه‌ده چې هغه څوک دی.


د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او ولسمشر عارف علوي د پېښې غندنه کړې ده.


شریف پر ټوېټر په بیان کې لیکلي دي چې: "په سختو ټکو کې د تحریک انصاف پر مشر عمران خان د ډزو د پېښې "غندنه" کوي.


نوموړي لیکلي چې د کورنیو چارو له وزیر رانا ثناالله څخه یې د پېښې رپورټ غوښتی دی او دا وفاقي حکومت د پنجاب له حکومت سره د "امنیت او پلټنو" په برخه کې مرستو ته تیار دی.




شریف زیاتوي چې د پاکستان په سیاست کې "باید تاوتریخوالي لپاره هيڅ ځای نه‌وي."


ولسمشر عارف علوي پر ټوېټر په بیان کې پر "عمران خان قاتلانه برید" خورا "بزدلانه" بللی دی او وايي چې د نوموړي پښه ژوبله شوې ده خو روغتیايي حالت یې ښه دی.


د پاکستان د مرکزي حکومت یو شمېر نورو وزیرانو هم د پېښې غندنه کړې ده.


تر اوسه معلومه نه‌ده چې په پېښه کې څومره کسان ژوبل شوي دي خو رسنۍ د پولیسو په حواله وايي چې پلټنې یې پیل کړې دي.


دا په داسې حال کې ده چې د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د اکتوبر پر ۲۸مه له لاهوره د اسلام اباد پر لوري لاریون پیل کړ چې اوس‌مهال له ګوجرانوالې سره نېږدې وزیر اباد ته رسېدلی دی.


خان وايي، د لاریون یوازینۍ موخه حکومت تر وخت مخکې انتخاباتو ته اړ اېستل دي، خو وفاقي حکومت ټینګار کوي چې خپله قانوني موده پوره کوي او انتخابات به د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې کېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus