Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

يو شمېر کورنۍ: پاکستاني پوليس افغان کډوال ځوروي او بډې ترې اخلي

یو شمېر افغانې کورنۍ شکایت کوي چې پاکستاني پولیس رشوت اخلي بیا د دوی کورنیو ته هغه هېواد ته د ننوتلو اجازه ورکوي، او یا هم افغان کډوال ځوروي.



 شیردل چې د کابل ښار اوسېدونکی دی وايي، د چهارشنبې په ورځ يې دوه وروڼه د سپين بولدک له لارې پاکستان ته د درملنې په موخه تللي وو او په داسې حال کې چې له ځانه سره يې طبي اسناد هم درلودل، د پاکستاني پوليسو له‌خوا ځورول شوي دي.


نوموړي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، وروڼه یې پاسپورټونه لري، خو پاکستاني پولیسو له هر یوه څخه ۵۰۰۰ پاکستاني کلدار رشوت اخیستی او وروسته یې هغه هېواد ته د ننوتو اجازه ورکړې ده.




نوموړي وويل: "هغه بله ورځ زما د کورنۍ دوه غړي پاکستان ته لاړل، پاکستاني پولیسو له هر یوه څخه پنځه زره کلدار رشوت واخیست، هغوی ته یې اجازه ورنه‌کړه چې له رشوت پرته پاکستان ته لاړ شي، ورونه مې هلته د درملنې لپاره تللي وو. د روغتون اسناد یې درلودل، له ډېر انتظار وروسته یې پیسې ورنه واخیستې او اجازه یې ورکړه."




دا په داسې حال کې ده چې ډېری افغانان په افغانستان کې د سمو روغتيايي امکاناتو د نشتون له کبله له کلونو راهیسې پاکستان ته د درملنې لپاره ورځي.


په ورته وخت کې یو شمېر هغه افغانان چې د کډوالۍ د دوسیو د پروسې لپاره په پاکستان کې مېشت دي، د دوسیو د ځنډېدو له امله یې د ویزو موده پای ته رسېدلې ده، چې له دې امله له ستونزو سره مخ دي.


له دوى څخه نجيبې ازادي راډيو ته وويل: "د پاکستان پولیس هغه افغانان نیسي او بندیان کوي یې چې اسناد او ویزې نه‌لري، په دې وروستیو کې لسګونه افغانان د پولیسو له‌خوا په دې پلمه نیول شوي چې ویزې او اسناد نه‌لري، دا افغانان په زوره افغانستان ته استول شوي دي."




ومو غوښتل چې په دې اړه د هغو افغانانو د کورنیو له غړو سره هم خبرې وکړو چې پاکستان ته د سفر د قانوني اسنادو د نه‌شتون له امله او يا دا چې د اسنادو موده يې پاى ته رسېدلې او دا مهال د هغه هېواد په زندانونو کې بندیان دي، خو هیڅوک هم په دې اړه خبرو ته چمتو نه‌شول.


په پاکستان کې د افغانانو د ستونزو او د پاکستاني پولیسو له‌خوا د بډو اخیستو او نیول کېدو په اړه مو په پاکستان کې د افغانستان په سفارت کې له طالب چارواکو سره د خبرو هڅه هم وکړه، خو بریالي نه‌شو.




د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم د راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه زموږ پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی.


د ازادي راډيو د راپور له مخې، شاوخوا څلور مياشتې مخکې يو شمېر افغان کډوالو په هغه هېواد کې د خپل استوګنې اړوند ستونزو په تړاو لاريون هم وکړ، چې يو شمېر يې د پاکستان د پوليسو له‌خوا ونيول شول او بنديان شول.


دا اندېښنې په داسې حال کې دي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بيا ځلي واکمنۍ وروسته یو شمېر افغانانو له دغه هېواده د وتلو هڅې وکړې، چې له دې ډلې یو شمېر یې پاکستان ته او يا هم نورو هېوادونو ته د پناه غوښتنې د دوسیو د څېړلو لپاره تللي دي.


د يادو کسانو په خبره دا مهال په ياد هېوادونو کې په ستونزمن حالت کې ژوند کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus