کرېکټ؛ افغانستان سبا له اسټراليا سره لوبه کوي
دغه لوبه به د افغانستان په وخت د غرمې په دولس نیمو بجو د استرالیا د ادیلاید ښار د کرېکټ په لوبغالي پیل شي.
دا به په دې جام کې د افغانستان وروستۍ لوبه وي.
تردې مخکې افغان لوبډلې د څلورو لوبو څخه هیڅ یوه یې نهده ګټلې.
له ایرلنډ او نیوزیلنډ سره دوه لوبې یې د باران له امله لغوه شوي اودوه نورې يې انګلستان او سرېلانکا ته یې بایللي دي.
د دې جام لوبو په ترڅ کې نن پاکستان له جنوبي افریقا سره لوبه کوي.