د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ ایرلنډ له استرالیا ماتې وخوړه
استرالیا په شلو اورونو کې ایرلنډ ته د ۱۸۰ منډو هدف ټاکلی و.
د ایرلنډ لوبډلې ونه شوای کړای چې دغه هدف ترلاسه کړي او په ۱۹م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ټولټال ۱۳۷ منډې وکړې او استرالیا دغه لوبه د ۴۲ منډو په توپیر وګټله.
د دغو سیالیو په دوام سبا افغانستان له سریلانکا سره لوبه لري.
له ایرلنډ او نیوزیلنډ سره د افغانستان لوبې د باران له کبله لغوه شوي او هرې لوبډلې ته یوه یوه نمره ورکړل شوې ده.