Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

جرمني ته د نوم‌ليکنې انلاين فورم بندېدو له خطر سره مخ افغان خبريالان اندېښمن کړي

د روان لمريز کال د لړم میاشتې په لومړیو کې د جرمني دولت له خطر سره مخ افغانانو ته د پناه ورکونې د یو نوي پروګرام په اعلانولو سره وویل چې، د دې پروګرام په چوکاټ کې به د خبریالانو په ګډون هره میاشت زر کسان مني.


خو تازه د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) د خبریالانو په ګډون له خطر سره مخ افغانانو د نوم لیکنې لپاره په خپله ځانګړې شوې وېب‌پاڼه د نوم ليکنې انلاين فورم په موقت ډول تړلى دى.


په افغانستان کې مېشت د رسنیو ځیني کار کونکي او خبریالان وایي، د دې فورم تړل کېدو دوی اندېښمن کړي دي.




د رحماني په نوم یو خبریال چې د امنیتي اندېښنو له امله نه‌غواړي پوره نوم یې، په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل چې، د دوی یوازینۍ تمه او هیله د جرمني هېواد همدا پروګرام و.


نوموړی وايي: "زموږ تمه او امید همدې سایټ ته و، خو دا سایټ چې تړل شوی دی ډېره د اندېښنې وړ خبره ده او ټول خبریالان تشویش لري او تمه لري چې په دې پروسه کې اسناد په شفاف ډول وڅېړل شي او کوم خبریالان چې واقعاْ له ګواښ سره مخ دي، هم دوی انتقال شي. پخوا هم درغلي شوې ده او سازمانونه او د رسنیو ځیني ملاتړي بنسټونه بې باوره شوي دي."




طوفان رهنورد چې پخوا په کابل کې د یوې رسنۍ کارکونکی و، ده هم غوښتل چې د جرمني هېواد د ژغورنې دی پروګرام ته نوم لیکنه وکړي.


رهنورد وایي، چې د امنیتي ستونزو ترڅنګ، دوی غوښتل چې له شته بې‌کارۍ او سختو اقتصادي ستونزو څخه د خلاصون لپاره د همدې پروګرام له لارې بهر ته لاړ شي.


ښاغلی رهنورد وايي: "هغه کسانو چې د رسنیو د مدیرانو او د رسنیو په بېلابېلو برخو کې کار کاوه، هغوی لا هم په افغانستان کې پاتې دي، که له امنیتي لحاظه له ګواښ سره مخ نه‌دي، خو له اقتصادي پلوه له ډېرو ستونزو او ژور خفګان سره مخ دي."




ومو غوښتل چې د جرمني له لوری له خطر سره مخ افغان خبریالانو د کډوالۍ پروګرام لپاره د نوم لیکنې د ځانګړي شوي فورم د تړل کېدو په اړه د (RSF) د مسؤلینو نظر هم راواخلو، خو د دی راپور تر خپرېدو دوى زموږ پوښتنو ته ځواب رانه‌کړ.


خو د بې پولی خبریالانو سازمان پر خپلې وېب پاڼې لیکلي، چې له خطر سره مخ افغان خبریالانو لپاره د دوی پر وېب پاڼه د نوم لیکنې دا انلاين فورم موقتاْ تړل شوی او په نږدې وخت کې به بېرته پرانیستل شي.


پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د رسنیو د کارکونکو په وړاندې د امنیتي ګواښونو په ډېرېدو سره، د بې پولې خبریالانو سازمان په ۲۰۲۱ میلادي کال کې څه باندې ۱۵۰ خبریالان او د دوی کورنۍ جرمني ته انتقال کړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus