Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

بې دندو شوي افغان خبریالان په کور دننه او بهر له کړاونو ډک ژوند تېروي

یو شمېر افغان خبریالان چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته بې دندې شوي، وايي درنو کارونو ته یې مخه کړې ده.


په ایران کې د افغان خبریال سیف الرحمن غریبیار کار ځای چې د ده په ګډون نور کارګر هم په کې د یوې ودانۍ پر جوړولو بوخت دي.


غریبیار چې کلونه په لوګر کې له سیمه ییزو راډيوګانو سره کار کړی، په وروستیو کې په کابل کې د پنجرې ورځپاڼې خبریال و، خو کله چې د غبرګولي میاشتې په وروستیو کې د طالبانو لخوا د وضع شویو محدودیتونو له امله دا ورځپاڼه وتړل شوه، غریبیار هم بې دندې شو.


نوموړی له څو میاشتنۍ اوزګارتیا وروسته د کار په لټون ایران ته ولاړ او اوس هلته د ده په وینا هغه سخت کارونه کوي چې کول یې ورته ګران دي.


هغه زیاته کړه: "چې مسلک دې ژورنالېزم، لیکوالي یا بل څه وي او ته یو دم کاریګري ته مجبوره شې، ډېره سخته ده. دا خلک چا ته مفتې پیسې نه ورکوي، کار غواړي، سیاست درباندې کوي، تند درسره ځي. دا نن چې زه کوم کار ته راغلی یم، باور وکړه چې له سهار راهیسې یې یوه دقیقه نه یم پرېښی چې کېنم."


دا یوازې غریبیار نه دی چې وروستیو بدلونونو د خپل مسلک پرېښودلو ته اړ ویستی، خبریاله فضیله جویا هم له څو کاله خبریالۍ وروسته مجبوره شوې، چې غالیو اوبدلو ته مخه کړي، دا وايي، ډېر کله یې لاسونه په کار کې زخمي شوي خو مجبوره ده چې په هر حالت کې کار وکړي.




جویا وویل: "مجبوره وم چې د شپې لخوا په لاسونه ملهم ووهم چې سهار کار وکړم. دا زما د ژوند تر ټولو سختې ورځې دي چې زه یې تېروم، دا ډول وضعېت د یوه خبریال لپاره ډېر دردونکی دی."


د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته له ۵۲۶ رسنیو څخه ۴۸ سلنه رسنۍ تړل شوي او ۶۰ سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي.


د دې ادارې مشر ظریف کریمي وايي چې د بې دندې توب له امله ډېرو خبریالانو نورو سختو کارونو ته مخه کړې ده.


کریمي زیاتوي: "د جمهورېت له سقوط سره ۶۰ سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي چې ۹۳ سلنه ښځینه خبریالانې او ۶۰ سلنه نارینه خبریالان بې دندې شوي دي. ځینې دا خبریالان له وطنه وتلي دي او ځینې چې پاتې دي یا یې نورو کارونو ته مخه کړې او یا هم په کور ناست دي."


که څه هم طالبانو تل ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د رسنیو او د بیان د ازادي ملاتړ دي، خو افغان خبریالان بیا وايي چې د طالبانو حکومت محدودیتونو یې د کار ساحه تنګه کړې او ورځ تر بلې یې ستونزې د ډېرېدو په حال کې دي.


تازه په کندهار کې دوه خبریالان بسم الله وطندوست او شېراحمد نوري او ممثل عطاالله زر د طالبانو لخوا زنداني شوي دي.


د طالبانو حکومت تر اوسه د دې خبریالانو او ممثل د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus