Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یونېسف: ‌ډېر شمېر افغان ماشومان د پولیو ناروغۍ له جدي ګواښ سره مخ دي

په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یا یونېسف د پولیو پروګرام مسوولان وايي، اوس هم په افغانستان کې زیات شمېر ماشومان د پولیو ناروغۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.


په افغانستان د پولیو نړیواله ورځ داسې مهال رارسېږي چې لا هم زیات شمېر ماشومان د پولیو یا ګوزڼ له ګواښ سره مخ دي.


په افغانستان کې ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د وجهي صندوق یا یونېسف د پولیو واکیسن پروګرام مسوولان وايي، سره له دې چې د پولیو پېښې په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله کمې شوي، خو اوس هم زیات شمېر ماشومان د دغې ناروغۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.


د دې پروګرام د رسنیو برخې مسوول ډاکتر کمال شاه د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د اکټوبر ۲۴مه د ګوزڼ یا پولیو ورځ سږکال په افغانستان کې داسې مهال لمانځل کېږي چې اوس هم زیات شمېر ماشومان ددغې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي. افغانستان فقط د نړۍ یو له هغه دوه هېوادونو دی چې پولیو په کې ماشومان په دایمي فلج اخته کوي. د پولیو په وړاندې تر ټولو لویه اندېښنه له واکسین څخه پاتې هغه ماشومان دي چې د کمپاینونو په ترڅ کې د بېلابېلو لاملونو له امله بې برخې شوي دي، له واکسین څخه پاتې کیدل هم دوی ته او هم ټولنې ته لوی ګواښ دی."


کمال شاه هیله ښي چې د ګوزڼ پر وړاندې مبارزه باید همداسې دوام وکړي څو په افغانستان کې د دې ناروغۍ کچه صفر شي.




دا بیا په داسې حال کې چې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان د پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د پرمختګ خبره کړې ده.


د دغه سازمان د افغانستان څانګې پرون یکشنبه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، افغانستان تر بل هر وخت اوس د پولیو بشپړ له منځه وړلو ته نږدې شوی دی.


د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ مثبتې پېښې یوازې د نړۍ په دوه هېوادونو افغانستان او پاکستان کې ثبت شوي.


تېر کال په افغانستان کې دغه پېښې څلور، خو سږ کال بیا دوو ته راښکته شوي.


همداراز په پاکستان کې بیا تېر ۲۰۲۱ کال یوازې یوه پېښې ثبت شوې وه چې د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې سږ ۲۰۲۲ کال کې شمېر شلو ته پورته شوي دي.


په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې دوی د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره یې په تېر یو کال کې اته کمپاینه ترسره کړي.


د دې وزارت ویاند شرافت زمان ازادي راډیو ته وویل: "موږ په تېر یو کال کې شاوخوا ۸ کمپاینونه ترسره کړي چې په هغې کې یې ۶ ملي دي او ۲ نور یې فرعي کمپاینونه ول چې څو ولایتونه په کې مشخص شوي و، که څه هم د پولیو واقعات له مخې څخه ډېر کم شوي دي خو هڅه دا ده چې دا واقعات صفر ته راښکته کړو."


د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په پکتیکا او کونړ ولایتونو کې له هغو کورنیو سره چې غړي یې په دې ناروغۍ اخته شوي خبري وکړي، خو بریالی نه شو.


پولیو یو ډول انتاني او ساري ناروغي ده چې د ماشوم د بدن عصبي سیستم اغېزمنوي او د فلج کېدو لامل یې ګرځي.


دا ناروغۍ د ناپاکه خوړو، اوبو، ډکو متیازو او په ویالو یا ډنډونو کې د ناروغو ماشومانو د لمبېدو له لارې نورو ته سرایت کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus