Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په انتحاري بريدونو کې د قربانيانو کورنيو د طالبانو د 'فدايان' هشتک پر وړاندې غبرګون ښودلی

یو شمېر افغانو او د انتحاري بریدونو د قربانیانو کورنیو د طالبانو د (فدایان) هشتګ په وړاندې توند غبرګون وښود.


يوه نجلۍ چې کابل کې له ناروغې مور او دوو معلولو ورونو سره ژوند کوي وايي: "۲۰۱۷ کال کې د مارشال فهیم پوهنتون مخې ته په یوه ځانمرګي برید کې مې پلار وژل شوی."


دا نجلۍ چې نه‌غواړي د امنيتي ستونزو له امله یې نوم په دې راپور کې خپور شي وايي، پلار يې د کورنۍ يوازينی ډوډۍ ګټونکی و.


نوموړې وايي، د پلار له مړینې څخه یې پنځه کاله تېر شوي خو غم یې لا هم دې ته تازه دی.


دغې جينۍ د طالبانو د (فدایان) هشتک ته توند غبرګون ښودلی او د ټولنیزو شبکو له مسؤلینو غواړي، چې د طالبانو اکونټونه وتړي.




نوموړې وايي: "اوس چې دوی راغلي دي، څنګه کولای شي هغه انتحاریانې چې دوی کړې دي، په ویاړ سره یې یادې کړي، د دوی لپاره هشتک جوړ کړي او د قربانیانو کورنیو ته وایي چې لاړ شئ،  خپل معاش له هغه حکومت څخه واخلئ چې تاسو کار ورته کاوه. زه فکر کوم چې تېر حکومت د شهیدانو کورنیو ته یو څه معاش ورکاوه، هغه دې هم ورباندې بند کړي، چې د تاسو د کورنۍ غړی تېر حکومت ته په خدمت کې مړ شوی دی، زموږ له پاره خو یې قرباني نه‌ده ورکړې، او حتی هغه ماشومان چې شهيدان شوي دي، د هغو په هکله دې هم ووایي چې مرګ یې حق و، دوی یوه ترهګره ډله ده، یوازې او یوازې د خپل ځان په غم کې دي."




د رسنیو د راپورونو له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې چې د مارشال محمد قسیم فهیم په پوهنتون کې انتحاري برید وشو ۱۵ کسان په‌کې ووژل شول.


هغه وخت کومې ډلې د برید مسؤلیت وا نه‌خیست، خو په تېرو دوو لسيزو کې طالبانو د يو شمېر ځانمرګو بريدونو مسؤليت پر غاړه اخيستى دى.


د یوناما د راپور له مخې د ځانمرګو بریدونو تر ټولو زیات قربانیان ملکي وګړي دي.


دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له یوې ورځې راهیسې په ټویټر کې د "فدایانو" هشټګ پیل کړی دی.


په دې هشتګ کې دوی د هغو کسانو ویډیوګانې او عکسونه خپروي چې انتحاري بریدونه یې کړي دي.


په ځینو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې انتحار کوونکی څنګه خپل هدف رسېږي اوڅنګه چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکوي.


د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز مشر انعام الله سمنګاني هم د هغو کسانو په ډله کې دی چې له دې هشتګ سره یوځای شوي دي.




ومو غوښتل چې په دې اړه د ښاغلي سمنګاني نظر هم واخلو، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه ویلو.


د ټولنیزو شبکو یو شمېر کارونکو پر طالبانو باندې د ټوېټرد اکونټونو د بندولو هشتګ پیل کړی دی.


دوی پر دې هم نیوکه کړې، چې ګواکې طالبان د خپلو انتحاري بریدګرو وړتیاوې خپروي.


د ټویټر یو کارونکي حبیب خان لیکلي: "طالبان اوس د "فدایان" هشټګ کاروي، چې د ځانمرګو بریدګرو په معنا دی. دغه ډله ټویټر د ځانمرګو بریدونو د ترویج لپاره کاروي، چې د ټویټر له پالیسۍ څخه ښکاره سرغړونه ده."




د بشري حقونو د څار د کمېټې غړې ماهر مومند هم وايي، په دې کار سره د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل له تصور څخه لرې خبره ده.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "په دې هشتک سره طالبان ښيي چې دوی لا هم په ځانمرګو او چاودنو باور لري، په نننۍ نړۍ کې نه یوازې دا چې داسې ډلې ته د حکومت په توګه خطاب نه‌شي کېدای، بلکې دا تصور هم نه کېږي چې نړۍ به يې په رسمیت وپېژني."


د طالبانو د حکومت چارواکو په افغانستان کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته په یوه غونډه کې د انتحاري بریدګرو له کورنیو سره وکتل.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ۱۴۰۰ لمریز کال د جدي په ۱۴مه ازادي راډيو ته وویل چې د دوی استشهادي کندک به د دوی د حکومت د دفاع وزارت په چوکاټ کې د طالبانو د پوځ ځانګړي ځواکونو کې شامل وي.




هغه مهال دې مسالې پراخ غبرګونونه هم راوپارول.


د بدخشان د والي مرستیال نثار احمد احمدي هم د ۱۴۰۰کال د جدې په ۱۳مه ازادي راډيو ته ویلي و، چې استشهادی کندک هغه ځان وژونکې قطعه ده چې پخوا به یې په مهمو دولتي ځایونو کې انتحاري بریدونه کول.


د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد او د هغه مرستيال بلال کريمي، د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور او د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي د (فدایان) هشتک په اړه د ازادي راډیو پوښتنو او د هغو تورنو په اړه چې د خلکو او د انتحاري حملو د څینو قربانیانو د کورنیو له‌خوا په دوی لګول شوي خواب ونه وایه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus