Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ايران د بهرنيو چارو وزير: د افغانستان په اړه د ګاونډيو هېوادونو غونډه جوړوو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر  حسین امير عبداللهیان سه شنبه ناوخته په تهران کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره په لیدنه کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د ځانګړي غونډې د رابللو خبره کړې ده.


نوموړي ویلي، چې دوی د دې غونډې رابللو ته تیاری نیسي.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې چې، د افغانستان د جګړې له امله دواړه هېوادونه ایران او پاکستان تر ډېر فشار لاندې راغلي او میلیونونه افغانان دې هېوادونو ته کډوال شوي دي.


په اعلامیه کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر له قوله ویل شوي چې ۴ نیم میلونه افغانان په دې هېواد کې د ګډوالو په توګه ژوند کوي چې شاوخوا یو نیم ميلیون یې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته دې هېواد ته ورغلي دي.


عبداللهیان ویلي، دوی په افغانستان کې د سولې او ثبات له هغې پروسې ملاتړ کوي چې له امله یې بې برخلیکه شوي کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.




نوموړي دغه شان ویلي، که په تهران کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د تېر کال د رابلل شوې ناستې مصوبې عملي شي، د افغانستان او سیمې لپاره به امنیتي ګواښونه کم او سولې او ثبات ته به لاره هواره کړي.


د یادونې ده چې د تېر کال په لړم میاشت کې په ایران کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې، ویل شوي و، طالبان باید ډاډ ورکړي چې هېڅ ګاونډي ته د افغانستان له خاورې خطر نه‌پېښېږي.


په دغه غونډه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د یو ټول‌شموله حکومت په جوړېدو او له دې هېواد سره د بشردوستانه مرستو پر دوام ټینګار کړی و، خو په افغانستان کې يې د داعش وسله‌والو د ممکنه حضور په اړه اندېښنه ښودلې وه.


د ایراني او پاکستاني چارواکو د تازه لیدنې او د افغانستان په اړه یې د څرګندونو په اړه مو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت له مرستيال ویاند احمد ضیا تکل څخه هم وپوښتل خو نوموړي په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.




خو سیاسي شنونکی طارق فرهادي دې لیدنې ته په کتو وايي، د لویو قدرتونو د اقتصادي سیالیو او د اوکراین د جګړې له امله افغانستان ګاونډيو او د سیمې هېوادونو ته پرېښودل شوی چې له دې امله د افغانستان په اړه د ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ترمنځ لیدنې او غونډې هم ډېرې شوې دي.




نوموړی وايي: "افغانستان ګاونډيو او د سیمې هېوادونو ته پرېښودل شوی دی، امریکا اوس له چین سره مصروفه ده او د اوکراین په جګړه کې یې له روسیې سره سیالي روانه ده. نړۍ‌والې ټولنې ته تر هغو چې له افغانستان څخه د ترهګرۍ له اړخه کوم مهم خطر پیدا نه‌شي، د افغانستان په اړه یې علاقه کمه شوې او افغانستان اوس یوازې نړۍ ته د بشري مرستو په یوې کیسې بدل شوی او بس."


ښاغلی فرهادي دغه شان وايي، د هغه ژمنې له امله چې د پاکستان حکومت له امریکا سره کړې، غواړي پر طالبانو خپل تاثیر ولري او په افغانستان کې یو لړ تغیرات رامنځته کړي خو د نوموړي په باور دا کار به وخت نیونکی وي او که څه تغیرات هم رامنځته کېږي، هغه ډول به نه وي چې نړۍ یې تمه لري.


د یادونې ده، که څه هم د پاکستان او ایران حکومتونه له طالبانو سره ښې اړیکې لري خو لا تر اوسه یې په افغانستان کې د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus