Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

اوچا: تېر يو کال کې د بشرپاله افغان مېرمنو په شمېر کې پام‌ وړ کموالی راغلی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره ( اوچا ) وايي په تېر یو کال کې په دې هېواد کې د بشرپاله ښځینه کار کوونکو په شمېر کې په پراخه کچه کموالی راغلی دی.


دغه ادارې په خپل یو تازه راپور کې چې نن خپور شوی ویلي دي، چې په افغانستان کې د مېرمنو په وړاندې د مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو سربېره چې ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو او ازادیو څخه محروموي، بشرپاله ښځينه کار کوونکې هره ورځ له کوره د وتلو او بېرته کورته تر راګرځېدلو پورې له زورولو، وېرولو او بد چلندۍ سره مخ دي.


په راپور کې راغلي دي، چې دا موارد دفتر ته د تګ راتګ، د اوسني حکومت له مسؤلینو سره د لیدلو او دغه شان د کار په ځای کې رامنځته کېږي.


اوچا په خپل راپور کې له یو شمېر بشرپاله ښځینه کار کونکو سره د مرکو پر بنسټ ویلي دي، چې د طالبانو د ځانګړو فرمانونو پر بنسټ باید ښځې د سفر پر مهال خامخا یو خپلوان له ځان سره ولري کنه نو د طالبانو د پلټنې په پوستو کې له یو مبهم او ناخوندي حالت سره مخ کېږي.


په راپور کې راغلي دي چې ان کله کله دغه حالت بد، رد ویلو، ګواښونو او فزیکې تاوتریخوالي ته رسیږي.




د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر موندلي چې په ټول افغانستان کې له ۱۷۱ ولسوالیو څخه، په ۸۸ ولسوالیو کې بشرپالو اقداماتو کې د مېرمنو ګډون ۵۱ سلنه کم شوی دی.




په راپور کې نورستان، بادغیس او کندز هغه ولایتونه یاد شوي چې د ښځینه بشرپالو کار کوونکو د لاس‌رسي له اړخه په تر ټولو بد حالت کې دي خو بامیان، هرات، جوزجان او سمنګان بیا نسبتا ښه ولایتونه په نښه شوي دي.


په دې راپور کې له محرم پرته د مېرمنو پر سفر بندیز د ښځینه بشپرپاله کار کونکو د کمښت مهم او لوی لامل بلل شوی دی.




د اوچا په راپور کې غوښتنه شوې چې اوسنی حکومت باید په بشرپالو فعالیتونو کې د ښځینه کار کوونکو رول په رسمیت وپېژني او په وړاندې يې ټول محدودیتونه او ګواښونه پای ته ورسوي.


دغه ادارې دغه شان له نړیوال ملاتړ کوونکو بنسټونو او حکومتونو هم غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې خپلې عدالت غوښتنې ته دوام ورکړي او له مسؤلینو نه په دې اړه د شویو ژمنو د عملي کېدو غوښتنه وکړي.


که څه هم طالبانو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تازه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې يې ویلي و چې، مېرمنو ته د کار له خوندي چاپیریال رامنځته کولو وروسته به دوی ته د کار اجازه ورکړي.




طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واکمنۍ له پیل راهیسي په دې هېواد کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونوپه وړاندې ښوونځي تړلي، ډېری ښځې چې مخکې یې په دولتي ادارو کې کار کوو له کار راګرځول شوي او دغه شان مېرمنو ته له محرم پرته د لري واټن سفر اجازه هم نه ورکول کېږي.


تازه تېره ورځ، د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو په وزارت کې هم مسؤلینو ښځینه کار کوونکو ته ویلي، چې نورې دې دفترونو ته د کار لپاره نه ورځي.


معترضو مېرمنو ازادي راډیو ته څو ویډیوګانې هم را استولي وې، چې په‌کې لیدل کېدل، د کډوالو او بېرته راستېندونکو چارو وزارت نه د لسګونو ښځو د ویستلو هڅه کېږي او ورته ویل کېږي چې خپلو کورونو ته ولاړې شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus