Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ځینې افغان مېرمنې: ملګري ملتونه دې د ښځو د حقونو نقض ته جدي پام وکړي

یو شمېر افغان نجونې او ښځې له ملګرو ملتونو غواړي، چې په افغانستان د ښځو د حقونو نقض ته جدي پام وکړي او ښوونځیو ته د نجونو د تلو لپاره زمینه برابره کړي.


زرګونه افغان نجونې له دې ډول برخلیک سره مخ دي او تمه لري، که د تعلیمي کال وروستۍ میاشتو کې هم وشي، اجازه ورکړل شي، چې ښوونځیو ته ولاړې شي.


د کابل اوسېدونکې او د دوولسم ټولګي زده‌کوونکې چې اوس پرې طالبانو ښوونځی بند کړی او نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم راپور کې یاد شي، له نړیوالې ټولنې غواړي چې له هرې لارې کېږي، طالبان دې اړ کړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانېزي.




هغې وویل: "سږ کال مې وروستی کال و او هیله‌منده وم چې شهادت‌نامه واخلم او پوهنتون ته ولاړه شم. له بده مرغه اوس په کور یم او د زده‌کړو او ښوونځي ته د تلو اجازه نه راکول کېږي. زما غوښتنه دا ده چې په طالبانو فشار راوړل شي چې موږ زده‌کړو ته پرېږدي او هغه هیله او هدف چې لرو ورته ورسېږو."


په ورته وخت کېې یوه مېرمن چې دا هم نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، چې مخکې یې د افغانستان په عدلي او قضايي اداره کې کار کاوه خو میاشتې وړاندې طالبانو له دندې لېرې کړه او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.


نوموړې وايي: "په ډېرو سختیو کې مې پوهنتون ولوست. حقوقو کې مې لیسانس وکړ، خو له بده مرغه اوس په کور کې بې‌برخلیکه ناسته یم او اقتصادي وضعیت مې ډېر خراب دی."


دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ناوخته د یووالي او پیوستون ګروپ یو شمېر غړو هم د کابل په یوه سرپټي ځای کې سره را ټولې شوې او له ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو نقض ته جدي پام وکړي او دې ته لاره برابره کړي چې ښځې بېرته خپلو دندو ته ولاړې شي.


دا نجونې او ښځې چې وړاندې یې په بېلابېلو دولتي ادارو کې کار کاوه، وړاندې هم څو ځله سړکونو او واټونو ته په راوتو خپلې غوښتنې مطرح کړي دي.


خو د یادونې ده، چې وړمه ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ نوې مشرې روزا اوتنبایوا د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیالانو عبدالکبیر او عبدالسلام حنفي سره کتنه کې له دوی غوښتي چې نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي او ښځو ته اجازه ورکړي په کار کولو سره د خپل هېواد په بیا رغونه کې ونډه واخلي.


هاخوا تمه ده چې د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان ښځو زده‌کړو، کار او ازادۍ په اړه ځانګړی بحث وکړي.




د امنیت شورا په دې غونډه کې به د ۹۲ هېوادونو څخه د ۴۸۱ نړیوالو بنسټونو استازي ګډون وکړي.


د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد د دې سازمان د ښځو څانګې اجراییه رییسه سیما باهوس او د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مسووله هیدر بار به د دې غونډې له مهمو ویناوالو وي.




هیدر بار ازادي راډیو ته یوه رالېږلي پیغام کې ویلي، د سږني کال د بحث ډېر موضوعات به د افغان ښځو په وضعیت وي، چې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته د افغان ښځو د وضعیت په اړه معلومات ورکړل شي او د ستونزو په اړه یې یوه حل لاره پیدا کړل شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus