Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

طالبانو د پنجشېر زندانیانو د دوسیو څېړلو لپاره کمېسیون ټاکلی

د طالبانو حکومت د پنجشېر ولایت د زندانیانو د دوسیو څېړلو لپاره یو شپږ کسیزه کمېسیون ټاکلی دی.


یو کس چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي، ازادي راډيو ته وویل، ورور یې طالبانو یوه میاشت مخکې د جرم له کولو پرته زنداني کړی دی.


هغه وویل: "ورور مې د څرخي پله په زندان کې دی، بې له کومې ګناه یې نیولی دی. یوه میاشت کېږي چې همدې د امارت کسانو ونیوه. زما ورور بزګر و او بل هېڅ کار یې نه کاوه. اوس یې هېڅ احوال نه لرو چې چېرته دی او وهي یې که نه؟ له دې ځای څخه یې چې بیولو، زما مخ ته یې وواهه. موږ غواړو چې هغه ازاد شي. یو د تره زوی او خپل مې هم زندان کې دي."


تازه د کابل لپاره د طالبانو د والي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د رییس الوزرا ملامحمد حسن اخند په امر یو ۶ کسیزه کمېسیون ټاکل شوی دی چې د پنجشېر ولایت د اړوندو ټولو زندانیانو دوسیې وڅېړي.




د اعلامیې پر بنسټ دا کمېسیون په کابل کې د پنجشېر ولایت د مېشتو عالمانو او مشرانو په غوښتنه رامنځته شوی دي.


د کابل لپاره د طالبانو د والي ویاند ضیاالله هاشمي ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا په امر او د کابل ولایت د مقام په رهبري د ۶ ارګانونو یو کمېسیون جوړ شوی چې دا کمېسیون به د کابل ټول زندانونه ګوري او د پنجشېر ولایت د اوسېدونکو هغه دوسيې چې واړه جرمونه او حقوقي ستونزې لري، په اړه یې څېړنې کوي چې وروسته به یې معلومات د کابل ولایت له مقام سره شریک شي، بیا به یې راپور رییس الوزا ته ورکول کېږي."


هاشمي وايي، د بې ګناهۍ له ثابتېدو وروسته به د پنجشېر ولایت اړوند زندانیان ژر تر ژره ازاد شي.


د طالبانو حکومت داسې مهال د پنجشېر ولایت د زندانیانو د دوسیو د څېړلو لپاره کمېسیون جوړوي چې تر دې مخکې طالبان په پنجشېر کې د اسیرانو په وژنې او د مقاومت له جبهې سره د تړاو په تور د خلکو د نیولو امله د بشري حقونو په نقض تورن شوي دي.




د طالبانو حکومت بیا دا ډول ادعاوې رد کړي او په ځینو مواردو کې یې ویلي چې په اړه یې څېړنې کوي.




د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما هم د تلې میاشتې په ۱۳مه نېټه اعلان کړی و چې په پنجشېر کې د بشري حقونو سرغړونې څېړي.






خو یوناما تر اوسه د دې څېړنو پایلې نه دي شریکې شوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus