Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په ایوین زندان کې د رامنځته شوې پېښې له امله امریکا ایران ته ګواښ وکړ

امریکایي چارواکو ګواښ کړی که د ایران په ایوین زندان کې امریکایي اتباعو باندې څه وشي مسوولیت یې د ایران په غاړه دی.


د ایران په یوه تر ټولو خطرناکه زندان ایوین کې د اورلګېدنې او نارامیو پېښو د امریکا متحده ایالتونو جدي اندېښنه پارولې ده.


د ازادي راډيو د فردا څانګې د راپورونو له مخې مراد طاهباز، عماد شرقياو سیامک نمازي هغه ایراني الاصله امریکایان دي چې د ایوین په زندان کې ساتل کېږي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس په یوه ټویټري بیان کې لیکلي: "موږ د ایوین له زندان څخه راپورونه په عاجله توګه تعقیبوو. موږ د سویس له حکومت سره د امریکا د ګټو د ساتونکي په توګه په تماس کې یو. ایران زموږ د اتباعو د خوندیتوب لپاره بشپړ مسوولیت لري چې په ناحقه توقیف شوي او باید ژر تر ژره خوشې شي."


په ورته وخت کې، د سیامک نمازي د کورنۍ وکیل جیرډ ګینسر د یکشنبې په سهار په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې ایراني الاصله امریکایی تبعه نمازي د ایوین له زندان څخه خپلې کورنۍ ته زنګ وهلی.


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند هم ازادي راډیو ته وویل، د امریکا لومړیتوب هغه امریکايي اتباع دي چې په غیر قانوني توګه په ایران کې بندیان دي او د هغوی امنیت او حقوق باید تامین شي.


د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي همداراز ټینګار وکړ چې واشنګټن له خپلو متحدینو سره چې په ایوین زندان کې اتباع هم لري، کار کوي چې د هغو اتباعو په اړه چې په غیر قانوني توګه بنديان دي، د ایران د مسوولیت یادونه وکړي.


ایوین زندان په اووم او اتم بند کې سیاسي بندیان ساتل کېږي، خو تر څنګ یې د وروستیو څو اوونیو د مظاهرو پر مهال نیول شوي خلک هم دې زندان ته وړل شوي.


په زندان کې د یوې لویې اورلګېدنې او وروسته د نارامیو د پېښو په تړاو ایراني چارواکو ضد او نقیض څرګندونې کړي.


د راپورونو له مخې په زندان کې درنې چاودنې شوي او د اور لمبې دومره لوړې ختلې وې چې له ډېره لرې کتل کېدلې.


د ایران سلګونه امنیتي ځواکونه هم د زندان په لور روان شوي او د وروستیو راپورونو په اساس یو شمېر زندانیان سخت وهل شوي.


د ایران قضایه قوې په دې لویه پېښه کې یواځې د اتو کسانو د ژوبلېدو خبره یاده کړې او ویلي یې دي چې څوک نه دي وژل شوي.


د ایوین په زندان کې چې د اټکل له مخې تر یو نیم زر کسان په کې ځایېږي.


اندېښنې دي ګڼ زندانیان به ژوبل شوي ځکه له ټاکلې اندازه ډېر بندیان دې زندان کې ساتل کېږي په تېره بیا چې په وروستیو څو اوونیو کې بې شمېره مظاهره چیان هم نیول شوي او اکثر یې ایوین ته انتقال شوي.


په خواله رسنیو د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې په زندان کې د اورلګېدنې او د نا ارامیو سره په یو وخت د رژیم او خامنه اي ضد شعارونه هم پورته شوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus