د روسیې د بیلګورود سیمې په یوه پوځي ساحه کې پرون لږترلږه ۱۱ کسان هغه وخت ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول، چې د روسیې د دفاع وزارت په خبره دوو داوطلب سرتېرو د داوطلبانو پر یوه ډله ډزې وکړې.
وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، ډزې هغه وخت شوي چې داوطلب پوځیانو ته په اوکراین کې د جګړې روزنه ورکول کېدله.
د روسیې دفاع وزارت دا پېښه یوه تروریستي حمله بللې ده.
د پېښې انګېزه لا معلومه نه ده.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د قسمي جلب احضار اعلان د سپټمبر پر ۲۱مه وکړ، چې د اعتراضونو، د جلب پر افسرانو د حملو او له روسیې د ګڼو نارینه وو د وتلو سبب شو.