Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ژمي په راتګ سره سختو اقتصادي ستونزو افغانان اندېښمن کړي

 


په افغانستان کې د ژمي په راتک سره سختو اقتصادي ستونزو خلک اندېښمن کړي.


یو شمېر خلکو له ازادي راډيو سره په خبرو ویلي، بې کاري، او زیاتې اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې د سږ کال په ژمي کې د سون توکو د اخیستلو توان ونه لري.


د دوی له ډلې یو هم د کندز ولایت اوسېدنکی خالد دی.


هغه وايي، د زیاتو اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای په سږني ژمي کې کور ته سون توکي واخلي.


نوموړي وویل: ژمۍ رارسېدلی دی، اقتصادي مشکلات زیات شوي، پيسې نه شته چې ذغال واخلو. تقربیاً کال کېږي چې اقتصاد ستونزې مو بیخي ډېرې شوي، سخت مو وضعیت خراب دی. غوښتنه مې دا ده چې د طالبانو حکومت او نړیوالې موسسې په دې برخه کې له خلکو سره مرستې وکړي."


د کابل ښار اوسېدونکی فروتن هم ورته اندېښنه لري.


هغه وايي: "کار و بار نه شته، ژمی راغی او دا هر څه په پیسو باندې کیږي. په دې هیله چې د کار زمینه برابره شي څو زما په ګډون ډېری کسان کولای شي تود ژمی ولري."


د کابل ښار بل اوسېدونکی فرید رضايي بیا په دغه ښار کې د سون او خوراکي توکو لوړو بیو ته په اشارې سره ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه یې د ژمي لپاره هېڅ هم نه دي اخیستي.


رضايي وویل: "موږ تر اوسه د سوځېدو لپاره څه نه دي اخیستي لامل هم قیمتي ده. موږ په تمه یو چې که ارزانه شي او بیا يې واخلو، که ارزانه شي یو څه به واخلو او که ارزانه نه شي مجبور یم چې د تېر ژمي په څېر لږ لږ واخلم، د ډېرو د اخیستو توان نه لرم."


دوی په ټینګار سره له نړیوالې ټولنې او مرسته کونکو بنسټونو څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان خلکو سره په دغه ژمي کې مرستې وکړي.


له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان کې واکمن شول د راپورنو له مخې بېکاري او اقتصادي ستونزې زیاتې شوي او خلک د خوراکي موادو د نشتون له جدي ګواښ سره مخ دي.


له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هغږۍ ادارې اوچا هم په افغانستان روان بشري وضیعت د اندېښنې وړ ښودلی و.


له بلې خوا د لوږې نړیوال شاخص په تازه درجه بندۍ کې افغانستان له د ۱۲۱ هېوادنو په قطار کې د لوږې په برخه کې ۱۰۹ ځای کې راغلی.




دا شاخص چې پرون خپور شوی په راغلي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې وګړي یې له خورا بد خوراکي وضعیت سره مخ دي.


 


 


 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus