Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د معاشونو کمېدو له امله د پوهنتونونو یو شمېر استادانو دندې پرېښي

د دولتي پوهنتونونو استادان وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو سره یې معاشونه کم شوي او له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.


د دولتي پوهنتونونو یو شمېر استادان ادعا کوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم د دوی معاشونه کم شوي او په اوسني معاش یې د ژوند اړتیاوې نه پوره کېږي.


دوی وايي، ډېری استادان له کوره لرې په نورو ولایتونو کې تدریس کوي چې په اوسني معاش یې د تګ راتګ، هلته د اوسېدو او ورسره د خپلې کورنۍ مصارف نه شي پوره کولای او له دې امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.


د یوه دولتي پوهنتون استاد چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، تازه یې له همدې امله د پوهنتون له استادۍ استعفا کړې ده.


هغه ازادي راډیو ته وویل، کور یې په کابل کې او استادي يې په یوه لرې ولایت کې وه چې په اوسني په معاش یې ګوزاره نه کېدله او استعفا ته اړ شو.


نوموړي زیاته کړه: "مخکې زموږ امکانات او معاشونه ښه وو او د لوړو زده کړو وزارت له موږ سره همکاري کوله. مخکې زما معاش ۳۸۰۰۰ و، خو اوس ۲۳۰۰۰ ته راټيت شوی و. له همدې امله مجبور شوم چې له خپلې دندې استعفا وکړم، ځکه معاشونه او امکانات دومره کم شوي دي چې په نشت حساب دي."


یاد استاد سره له دې چې وايي، په اوسني معاش یې د ژوند اړتیاوې نه پوره کېدلې، زیاتوي دغه شان یې د ترفېع لپاره په ژورنالونو کې د خپرېدونکو مقالو مصارف هم چې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ ډالرو کېدل، نه شوای پوره کولای.




د یوه بل دولتي پوهنتون استاد چې دا هم د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي، نوم یې په راپور کې یاد شي، تاییدوي چې د ټولو استادانو معاشونه کم شوي او دا معاشونه د استادانو اوسنۍ اړتیاوې نه پوره کوي.


نوموړی وايي: "د معاشونو د کموالي له وجې طبیعي ده چې ټول استادان له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په دې اوسني معاش چې پخوا څه کېدل، لکه د کور کرایه او نور مصارف، اوس نه پرې پوره کېږي او له دې اړخه استادان له ګڼو ستونزو سره مخ دي."


د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي نن سهار په یوه لیکلي پیغام کې ژمنه کړې وه چې په دې اړه به د ازادي راډيو پوښتنې ځوابوي، خو د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه شوې.


په دولتي پوهنتونونو کې استادان داسې مهال د معاشونو له کموالي شکایت کوي چې د طالبانو له واکمنېدو سره ډېری شمېر استادان له افغانستان ووتل او د دوی په خبره، ځینې نور بیا وروسته د طالبانو د حکومت له لوري په دې خاطر د استادۍ له دندو ګوښه شول چې په مخکېني حکومت کې یې رسمي دندې کړې وې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus