Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پوهنې وزير څرګندونو ته د غبرګونونو دوام؛ پر ټولنيزو شبکو کمپاينونه پيل شوي

په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېسبوک او ټویټر کې خلکو د طالبانو د حکومت د پوهنې د سرپرست وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کمپاین پيل کړی.


دوی غوښتنه کړې چې د نجونو په وړاندې دې د ښوونځيو دروازې خلاصې شي.


د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د پوهنې د سرپرست وزیر نورالله منیر د وروستیو څرکندونو په تړاو چې ویلي وو"افغان سپین ږیري نه‌غواړي له ۱۶ کلونو پورته لوڼې يې ښوونځيو ته لاړې شي" سخت غبرګون ښودلی دی.


د دوی له ډلې ځینو يې د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دوی د پوهنې د سرپرست وزیر له څرګندونو سره نه‌دي موافق او برعکس غواړي چې لوڼې او خویندې يې زده کړې وکړي.


د ننګرهار پوهنتون استاد وحدت الله خپلواک چې تازه جاپان ته ګډوال شوی ازادي راډيو ته وویل، د نجونو په وړاندې د ښوونځيو د دروازو بندولو دې ته اړ کړ چې افغانستان پرېږدي.


ښاغلي خپلواک وويل: "د جمهوري نظام د سقوط او واک ته د طالبانو د رسېدو پر مهال زما لور په اوم ټولګي کې اول نمره وه، خو د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځيو دروازې وتړل شوې، لور مې دې حالت ډېره بد حاله کړې وه او زه هم ورته کړېدم، یوولس میاشتې مو صبر وکړو خو د نجونو په وړاندې د ښوونځيو دروازې تړلې پاتې شوې، ما هم د افغانستان د پرېښودو پرېکړه وکړه او جاپان ته کډه شوم."




د ښاغلي خپلواک لوڼې ښايي نېکمرغه وي چې د پلار په مرسته له افغانستانه وتلي او په یو بل هېواد کې يې زده کړې پیل کړې وي.


په کور دننه له شپږم ټولګي پورته د بېلابېلو ټولګیو سلګونه زده کوونکې شته چې د ښوونځيو برخليک يې نامعلوم دی.


امین الله د یوې پنځه کسيزې کورنۍ مشر دی، درې لوڼې يې اوس مهال ښوونځيو ته له تګ راګرځول شوې دي.


نوموړی وايي: "زه د پوهنې د سرپرست وزیر له وروستیو څرګندونو سره موافق نه‌یم، زه درې لوڼې لرم چې د ښوونځي په اتم، نهم او دولسم ټولګيو کې يې زده کړې کولې خو اوس مهال له زده کړو راګرځول شوي دي، زه سله په سله د ښوونځيو د خلاصېدو او د نجونو له زده کړو سره موافق یم تر څو د دوی راتلونکی ښه شي."


د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې یوې غونډې ته د ازادي راډيو د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، افغان سپین ږیري نه‌دي حاضر چې ۱۶ کلنې لوڼې يې ښوونځيو ته لاړې شي.


د ښاغلي منیر دا څرګندونې په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوې.




د ټولنیزو رسنیو ګڼو افغان کارکونکو "هو زه غواړم چې زما لور ښوونځي ته لاړه شي" په نوم په فېسبوک او ټویټر کې هیشتک پیل کړی اوغوښتنه يې کړې ده چې د نجونو په وړاندې دې د ښوونځيو دروازې خلاصې شي.


دغه شان په ټولنیزو رسینو کې په خپرو شویو ویډيو ګانو کې یوه ډله سپین ږیري او ځوانان ښکاري چې په لاسونو کې په دري او پښتو ژبه لیکلي شعارونه نیولي دي.




په دغو شعارونو کې راغلي: "زده کړه په نارینه او ښځه فرض ده او زه غواړم لوڼې اولمسیانې مې ښوونځيو ته لاړې شي."


په همدې حال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپل ټوېټر لیکلي دي، په افغانستان کې يې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ "یوناما" له مرستیال مارک پوتزل سره په لیدنه کې د نجونو د ښوونځيو پر خلاصېدو ټینګار کړی دی.


له دې وړاندې نړیوالې ټولنې هم په وار وار د طالبانو له سرپرست حکومت د نجونو په وړاندې د ښوونځيو د خلاصېدو غوښتنه کړې خو د طالبانو حکومت ویلي دي چې، لا هم د نجونو ښوونځیو ته د خلاصېدو شرایط نه‌دي برابر.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus