Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

جرمني: ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي

د جرمني صدراعظم وايي، د ایران د اټومي موافقې د بیا ژوندي کولو هوکړې ته به ژر ونه رسېږي.


د جرمني صدراعظم په دې خواشیني وښوده چې ایران لا د ده په خبره د اټومي تړون د بیا ژوندي کولو پر سر مذاکراتو کې د دوی وړاندیزونو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.


هغه دا خبره له خپل اسراییلي سیال یائیر لاپید سره په یوه خبري غونډه کې دوشنبه په برلین کې وکړه.


نوموړي زیاته کړه: "موږ له اسراییلو سره په دې سلا یو چې ایران باید اټومي وسلې ته لاسرسی پیدا نه کړي. دا زموږ باور دی چې د دې ترلاسه کولو لپاره سمه کړنلاره د ایران د اټومي پروګرام د کنټرول په اړه یوه کاري نړیواله موافقه ده. په خواشینۍ سره چې ایران تر اوسه د اروپا د همغږي کوونکي وړاندیز ته مثبت ځواب نه دی ورکړی."


د اسراییلو صدراعظم یاییر لاپید هم په دغه خبري غونډه کې د ایران د اټومي وسلو د زیاتېدونکي ګواښ په وړاندې د اقدام ضرورت ته په اشارې وویل: "اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې له ناکامو خبرو اترو څخه تېر شو."




د اسراییلو صدراعظم دا ټینګار هم وکړ چې "په اوسنیو شرایطو کې تړون ته راستنیدل یوه تېروتنه ده."


یاییر لاپيد وروسته له هغه برلین ته ولاړ او له جرمن سیال سره یې وکتل چې له ایران سره د اټومي تړون اروپايي لاسلیکوونکو او ایران تر منځ ګواښوونکي پیغامونه رد او بدل شوي په تېره بیا چې فرانسه، جرمني او بریتانیا ایران د ځینو پټو کارونو یادونه کړې ده.


په ځینو نا اعلان شویو اټومي سایټونو کې د یورانیمي ذراتو د افشا شوې دوسیې د تړلو پر سر د ایران تر ټینګار وروسته اروپايي هېوادونو له ایران غوښتي چې په دې اړه دې د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس سره له ځنډ پرته او په ښه نیت همکاري وکړي.


اخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه ویلي چې تهران د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس سره رغنده همکارۍ ته چمتو دی خو د خبرو له نورو لوریو غواړي چې د اسراییل فشار ته غاړه کېنږدي.


بريتانيا، فرانسې او جرمني د شنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د ایران لپاره اټومي تړون هېڅ پلمه نه شي کېدای چې له خپلو مسوولیتونو اوږه سپکه کړي بلکې په خپلو سایټونو کې د یورانیمو د سرچینو په اړه د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته معتبره تخنیکي توضیح ورکړي.


بډایه شوي یورانیم په اټومي بمونو او وسلو کې کارول کېږي هغه څه چې ایران ترې د اټومي تړون په اساس منع شوی خو دغه هېواد په وار وار له خپلو ژمنو د راپورونو په اساس سرغړونې کړي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus