Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه؛ ګریفیټس: افغانان له لوږې سره مخ دي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په شپه د افغانستان په تړاو غونډه وکړه.


د افغانستان د خلکو سختۍ او لوږه د امنیت شورا د غونډې د بحث اصلي ټکي وو.


د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو مشر مارټین ګریفیټس اندېښنه وښوده چې میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ دي.


هغه وویل: "په افغانستان کې خلک لا هم له سختو ستونزو او ناڅرګندتیا سره مخ دي. نږدې ۱۹ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت او له ډلې یې ۶ میلیونه د قحطۍ له خطر سره مخ دي."


د بشري چارو او بیړنیو مرستو همغږي کوونکي د اګسټ په ۲۹مه امنیت شورا ته وویل چې د افغانستان له نیمایي څخه ډېر نفوس - شاوخوا ۲۴ ملیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او اټکل کېږي چې ۳ میلیونه ماشومان په شدید خوارځواکۍ اخته دي.




په دې شمیر کې له ۱ میلیون څخه ډېر ماشومان شامل دي چې اټکل کېږي د خوارځواکۍ ترټولو سخت، ژوند تهدیدونکې بڼه لري.


د ګریفیټس په وینا: "د ځانګړې درملنې پرته، دا ماشومان مړه کېدای شي."


ګریفیټس ټینګار وکړ چې له افغانستان سره باید یو وار بیا نړیوالې پراختیايي مرستې پيل شي.


په ناوړه اقتصادي شرایطو او لوږې سربېره د افغانستان روان سیاسي او بشري وضعیت هم وارزول شو.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال او د یوناما سرپرست مارکوس پوټزل د نجونو او بشري حقونو مسئلې ته اشاره وکړه.




هغه وویل: "په افغانستان کې اوسنی رژیم د نړیوالې ټولنې هېڅ غړي په رسمیت نه دی پیژندلی او د دې لاملونه روښانه دي. ځکه چې نړیواله ټولنه د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د خلکو استازي حکومتولۍاو نړیوال اجتماعي امنیت په اړه نورمونه لري."


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ شارژدافیر نصیر احمد فایق وویل چې طالبان باید د ټولو خلکو د اساسي او بشري حقونو ساتنه او درناوی وکړي.




فایق وویل: "پر طالبانو غږ کوم چې د جنسیت، توکمیز او مذهبي هویت پر بنسټ له کوم تعصب پرته دې د افغانستان د ټولو اتباعو د اساسي بشري حقونو ساتنه او درناوي وکړي. په دې کې مهم ټکي د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستل او د ښځو د بشپړ بشري حقونو بیا اعاده کول، د بخښنې اعلان ته ژمن پاتې کېدل او د توقیقونو، شکنجې او جبري بې ځایه کیدو سمدستي درول او د پخوانیو امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو د ناقانونه او صحرايي وژنو ختمول او د دغو اعمالو د عاملینو محاکمه کول شامل دي."


فایق د تېر جمهوري نظام پر مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ مرستیال و او له هغه را وروسته د دې استازولۍ شارژدافیر شو.


طالبانو بیا دې استازولۍ ته سهیل شاهین نومولی خو ملګرو ملتونو لا نه دی منلی.




د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې په بحث شویو مسایلو لا کومه تبصره نه ده کړې، خو مخکې یې هیله ښودلې وه چې ملګري ملتونه له افغانستان سره مرستې وکړي.


د طالبانو حکومت داسې وخت د مرستو غوښتنه کوي چې د نجونو او ښځو په برخو کې د پراخو محدودیتونو په لګولو تورن دی هغه څه چې دوی یې په خپله نه مني.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus