Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امريکا: افغانانو ته د کډوالۍ د ځانګړو ويزو د تأييد هڅو ته دوام ورکوو

امریکا متحده ایالات وایي چې، دوی هڅه کوي چې افغانانو ته د ويزو د ورکړې پروسه ساده او چټکه کړي.


استوشیتد پرس اژانس د سپینې ماڼۍ د ستراتیژیکو اړیکو د همغږي کونکي جان کربي له خولې لیکلي، د امکان تر حده هڅه کوي چې، د خپلو افغان متحدینو لپاره د ویزو د ورکړې پروسه ساده کړي.


دا په داسې حال کې ده چې زرګونه تنه افغانان په تېر یوه کال کې امریکا ته د انتقال په هدف بهرنیو کمپونو ته لېږدول شوي او یو شمېر نور چې په افغانستان کې پاتې دي د ژوند له وضعیت او امنیتي ګواښونو شکایت کوي.


يو کس چې نه‌غواړي د امنیتي ګواښونو له امله یې نوم په راپور کې خپور شي وایي، څو کاله یې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی.


دی د خپلو متحدینو په وړاندې د امریکا له چلنده خوښ نه‌دی.


نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "په عمل کې داسې کومه مسله چې تغیر یې رامنځته کړی وي، نشته. زموږ د ډېر شمېر همکارانو کارونه طی مراحل شوي، که څه هم چې ژمنه یې کړی وه چې په یوې ټاکلې نېټه کې به تاسو باسو، خو له بده مرغه په هغه نېټه او کوم څه چې وایي عمل نه‌کوي."




د امریکایي ځواکونو یو بل پخوانی افغان همکار چې دا هم نه‌غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وایي، د امنیتي ګواښونو له امله اړ دی چې، وخت په وخت د خپل اوسېدو ځای بدل کړي.


دی وایي، په افغانستان کې د جګړې په پراخېدو سره یې په ۲۰۲۱ میلادی کال کې د امریکا د کډوالۍ ځانګړی ویزې د ترلاسه کولو لپاره خپل اسناد د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته واستول، خو تر ننه یې له پایلو نه‌دی خبر.


هغه ويلي، له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۶ کاله یې په افغانستان کې د امریکا اړوندو ادارو سره کار کړی.


نوموړي ويلي: "که څه هم چې ژوند ډېر ستونزمن دی او معمولاْ تر ګواښ لاندې یو، ګواښ هم تر دې حده چې ځینې کسان تښتول کېږي او څو ورځې وروسته یې بیا مړي موندل کېږي او دوی معمولا داسې کسان وي چې، له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی وي. په دی برخه کې دوی ویلي وو چې پروسه ډېره تېزه شوې، خو موږ د داسې کوم څه شاهد نه یو."




دا په داسې حال کې ده چې، استوشیتد پرس خبري اژانس راپور ورکړی چې امریکا متحده ایالات هڅه کوي خپلو افغان همکارانو ته د ویزو ورکړې لړۍ اسانه کړي.


دې اژانس د سپینې ماڼۍ د ستراتیژیکو اړیکو د همغږي کونکي جان کربي له خولې لیکلي چې، تر ډېره حده د کډوالۍ ځانګړو ویزو د ورکړې پروسې پر ساده کولو کار شوی.




د استوشیتد پريس په راپور کې راغلي، د امریکا جمهور رئیس جو بایډن له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د یو کال په پوره کېدو سره، د دوو هغو ادارو له کارکونکو سره پر ټیلفون خبرې کړي او مننه یې ترې کړې چې، له افغانستانه امریکا ته د افغانانو د انتقال په برخه کې کار کوي.


دا دوه بنسټونه چې چارې یې تر ډېره د امریکایي رضاکارانو له لوري مخته وړل کېږي، د افغان ایوک او هانر تو پرامیس په نومونو فعالیت کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus