Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ملګرو ملتونو يو چارواکی: د بشري ناورين له امله د افغانانو زغم پای ته رسېدلی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړی چارواکی وايي، په دې هېواد کې د بشري ناورین پر وړاندې د افغانانو د صبر کاسه ډکه شوې ده.


رامز الاکبروف له سپوتنیک اژانس سره مرکه کې چې نن خپره شوې ویلي، په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.


هاخوا ګڼ شمېر افغانان د خپل بد اقتصادي وضعیت او سخت ژوند کیسي کوي.


انارګله د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې ژوند کوي، چېرته چې لا له وړاندې د خلکو اقتصاد خورا ځپل شوی.


دا د یوې پنځه‌کسیزې یتیمې کورنۍ سرپرستي کوي، هغه کورنۍ چې د یوه وخت خوراک په ډېره سختۍ پیدا کوي.


نوموړې وايي: "د دې لپاره راوځو چې یو څه پیدا کړو، څو پرې د غرمې یا هم ماښام لپاره یو څه واخلو. هیڅ نه رارسېږي. له حکومت مو هم څه نه‌دي تر لاسه کړي، هیڅ یې نه‌دي را کړي."




همدې ستونزو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د لوړ پوړو چارواکو اندېښنې هم را پورته کړي دي.


تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکي رامز الاکبروف ویلي، په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د افغانانو صبر په ختمېدو دی.


ښاغلي الاکبروف سپوتنیک اژانس سره خپله مرکه چې نن خپره شوې ویلي، افغانستان یو بې‌وزله هېواد دی او بشري وضعیت په‌کې ورځ تر بلې خرابېږي.




هغه زیاته کړې: "خلک هيڅ سپما نه‌لري. د بانک‌دارۍ وضعيت ډېر کړکېچن دی او تر څنګ یې په تېرو څلورو کلونو کې پرله‌پسې دوه کاله وچکالي راغلې چې دې سختو ستونزو ځينې خلک دې ته اړ کړل چې خپل د بدن غړي او ان خپل ماشومان وپلوري."


په افغانستان کې د ملګرو د بشري مرستو همغږي کوونکي زیاته کړې، نږدې ۲۰ میلیونه افغانان اوس‌مهال په دوام‌داره توګه بشري مرستو ته اړتیا لري، خو هغه کسان چې په دې هېواد کې له بې‌وزلۍ سره مخ دي، شمېر یې د ده له قوله، ۲۵ میلیونه دی.




واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په افغانستان کې بشري ناورین خپل اوج ته ورسېد.


تر څنګ یې روانه او تېره میاشت په افغانستان کې طبیعي پېښو د افغانانو ژوند نور هم ور تریخ کړ.


دا یوه بله ننګونه ده چې خلک یې اندېښمن کړي او د دوی په ژوند یې نېغ په نېغه اغېزه کړې ده.


د دې تر څنګ د روان کال د وري په ۱۸مه د نړیوال بانک تازه سروې وښوده چې په افغانستان کې د سیاسي ناورین وروسته، اقتصادي فعالیتونه ډېر اغېزمن شوي او خصوصي سکټور سخت ځپل شوی دی.


د دې سروې موندنې ښیې چې ډېر سوداګر اوس‌مهال په بازار کې د خپلو توکو لپاره د تقاضا له کمي سره مخ شوي او اړ شوي چې خپل فعالیتونه او پانګونه راکمه کړي او همدا ډول خپل یو شمېر کارکوونکي هم له کار وباسي.


دې ټول ستونزو په افغانستان د کار او روزګار بازار هم خراب کړی او همدا لامل دی چې افغانان ورځ تر بلې ان لومړنیو توکو ته د لاس‌رسي په برخه کې له ننګونو او ستونزو سره مخ دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus