Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پاکستان حکومت د طالبانو د دفاع سرپرست وزير څرګندونو ته غبرګون ښودلی

د پاکستان حکومت د طالبانو د دفاع د سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد پر څرګندونو «ژوره اندېښنه» ښودلې.


ملا یعقوب پرون ادعا کړې وه چې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له فضا څخه د افغانستان خاورې ته ننوځي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا تورونه د افسوس وړ او د ډپلوماټیک چلند څخه سرغړونې بللي.


ملا یعقوب پرون ادعا کړې وه چې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له فضا څخه د افغانستان خاورې ته ننوځي.




د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یکشنبه ناوخته د دې خبرو په غبرګون په اعلامیه کې زیاته کړې: "د هيڅ ډول شواهدو په نه‌شتوالي کې، لکه څنګه چې پخپله د طالبانو د دفاع وزیر منلې، دا ډول فرضي تورونه خورا د افسوس وړ دي او د ډیپلوماتیک چلند له معیارونو څخه سرغړونه ده."


په اعلامیه کې راغلي چې پاکستان د ټولو دولتونو په حاکمیت او ځمکنۍ واکمنتیا باندې د خپل باور یو ځل بیا ډاډ څرګندوي او د ترهګرۍ هره بڼه غندي.


د پاکستان د بهرنیو چار وزارت په اعلامیه کې راغلي چې، د افغانستان موقته اداره دې د نړیوالو سره د خپلو ژمنو د عملي کېدو ډاډ ورکړي او د هيڅ هېواد پر ضد د ترورېزم لپاره د خپلې خاورې د کارولو اجازه ور نه‌کړي.




اخوا رویټرز خبري اژانس په خپله د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو څخه د مجاهد د خبرو په اړه پوښتنه کړې خو هغه په پاکستان کې د سېلابونو راوتلو له امله بېړني حالت ته په کتو ویلي چې نه‌غواړي په داسې حالاتو کې له چا سره په هيڅ ډول تورونو او مناظرو کې بحث وکړي.


هغه بیا له دې سره سره ټینګار کړی چې افغان رژیم نه یوازې خپلو خلکو بلکې نړیوالې ټولنې سره یې ژمنې کړي چې اجازه نه ورکوي خاوره یې د ترهګرو له خوا وکارول شي.


د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد پرون په کابل کې یوې ناستې ته ویلي وو، د ده د معلوماتو له مخې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له فضا څخه د افغانستان خاورې ته ننوځي.




ښاغلي يعقوب مجاهد وويل: "د دې لپاره چې زموږ رادار سیستم نه‌شته، زموږ رادار سیستم کله چې امریکا وتله په بشپړ ډول یې له منځه وړی، بیا هم هغه معلومات چې موږ لرو هغوی د پاکستان له لارې افغانستان ته ننوځي او د پاکستاني فضایي حریم کاروي، موږ له پاکستانه غواړو چې خپله فضا دې زموږ پر وړاندې او خلاف نه کاروي."


ملا یعقوب دا خبرې داسې مهال کوي، چې امریکا د جولای په ۳۱مه نېټه د کابل ښار په شېرپور سیمه کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري په نښه او وواژه.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سنبلې په ۳مه نېټه یوې خبري ناسته کې وویل، چې همدا اوس هم امریکایي بې پیلوټه الوتکې د افغانستان په فضا ګرځي او دا باید بندې شي.


ښاغلي مجاهد د امریکا دا کړنه پر افغانستان یرغل بللی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus