Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغان کرېکټ ملي لوبډلې سرېلانکا ته کمسارې ماتې ورکړه

افغان لوبډلې د سرېلانکا د ۱۰۶ منډو هدف د سیالۍ د یوولسم اور په لومړي بال په دوه وېکټو پوره کړ.


افغانستان د اتو وېکټو په توپیر دا لوبه له سرېلانکا وګټله.


افغان توپ وهونکو له دې ډلې رحمان الله ګربز په ۱۸ بالونو د ۴ شپږیزو او ۳ څلوریزو پر مټ ۴۰ چټکې منډې وکړې، ترڅنګ یې حضرت الله ځاځي ۳۷، او ابراهیم ځدراڼ ۱۵ منډې وکړې.


په بالنګ کې هم د افغانستان ځوان لوبغاړي فضل الحق فاروقي د سرېلانکا درې لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.


د افغانستان د کرېکټ د ملي ټيم د بالنګ روزونکی عمرګل د فاروقي له لوبې خوښي وښوده او ویې ویل: "فضل چې څنګه خپل ځای جوړ کړ ډېر ښه وو. کم وخت کې یې ډېر ځای ونیوه. هر ټیم یې غواړي. ډېر ښه کنټرول سره بالنګ کوي. او بل دا دی چې ډېر زیرک دی او د خپل بالنګ په سوینګ یا تاوېدو باندې پوهېږي."




عمرګل ډاډمن دی چې افغان لوبډله به نور ټیمونه هم له ستونزو سره مخ کړي.


نوموړی وايي: "افغانستان ټیم په ټي ۲۰ کې ډېر ښه دی. که یې ورځ وي. داسې ټيم دی چې هر یو ټيم ته ستونزې جوړولای شي."




بنګله دېش ته هم افغان لوبډلې څو واره په شل اوریزو لوبو کې ماته ورکړې ده.


د افغان کرېکټ ټیم مشر روزونکی جانټن ټروټ هیله من دی چې د بنګله دېش او بیا وروسته په نورو لوبو کې هم افغان ټيم ښه وځلیږي.


نوموړی وايي: "پخوانیو تجربه کارو او ځوانو لوبغاړو تر منځ توازن ډېر ښه جوړ شوی. دا د پخواني اسیا جام په نسبت یو ښه ټیم دی. مهمه د لوبو ښه پيل دی او هیله من یو چې تر پایه همداسې روان و اوسو. هیله من یو چې د بنګله دېش په وړاندې او تر هغه وروسته هم ښه وځلیږو."


په اسیا جام کې چې دا وار شل اوریزه دی د افغانستان تر څنګ د هندوستان، پاکستان، سرېلانکا، بنګله دېش او هانک ټیمونه لوبې کوي.




افغانستان په بي ګروپ کې له سرېلانکا سره لوبه وکړه او بله لوبه یې له بنګله دېش سره ده او په اې/الف ګروپ کې بیا هند، پاکستان او هانک کانګ چې له غوراوي پړاوه راغلي مخ شوي.


د اسیا جام یوه بله مهمه لوبه هم نن ماښام ده چې د پاکستان او هندوستان تر منځ ترسره کېږي.


دا دواړه ټیمونه د یو بل سر سخته سیالان بلل کېږي.


د راپورونو له مخې د دې سیالۍ لپاره ټول ټکټونه وار د مخه پلورل شوي دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus