Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

امریکا: کابل هوايي ډګر کې د تېر کال د خونړۍ پېښې عاملینو په لټه کې یو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، لا هم د هغو کسانو په لټه کې دي چې میلادي کال په اګسټ میاشت کې يې د کابل په هوایي ډګر خونړۍ حمله کړې وه.


۲۲ کلن افغان ځوان چې د تېر کال د کابل هوایي ډګر حملې کې سخت ټپي شوی لا یې هم صحت دومره ښه نه دی چې په اسانه ناسته ولاړه وکړي.


دغه افغان ځوان چې د کابل ښار اوسېدونکی دی، نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي خو وایي، د دې لپاره چې مخکې یې په پوځي لیکو کې دنده درلوده او په هېواد کې د امنیتي ګواښ احساس کاوه، له هېواد بهر د تګ اراده یې کړې وه، خو له دې نا خبر چې نه یوازې د تګ اراده یې بریال کېږي نه بلکې په میاشتو میاشتو یې په ځای غورځوي.


هغه وویل: "کله چې چاودنه وشوه، ما سترګې پټې کړې وروسته چې په حال راغلم روغتون کې وم. اوس هم ښه نه یم که چېرې یو دوه کسه راسره مرسته وکړي بیا لږ لږ ګرځېدلی شم خو په ډېره سخته خپله اړتیا پوره کولای شم، درې میاشتې کاملاً فلج وم."


د دغه ځوان په شان په لسګونه نورې افغان کورنۍ هم د یادې پېښې له امله د غم په ټغر کېناستې.


خو امریکا وایي لا هم د پېښې د عاملینو په لټه کې دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نه په یو خپور شوي بیان کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن په حواله راغلي چې دوی به د هغو کسانو عدالت ته د راکاږلو څار پرې نه ږدي چې تېر کال یې د اګسټ میاشت په ۲۶ نېټه د ۱۳ امریکایي ځواکونو په ګډون ۱۷۰ تنه افغانان ووژل.


ښاغلي بلېنکن چې د هغو ۱۳ امریکایي سرتېرو د لومړني تلین په مناسبت خبرې کولې چې تېر کال د اګسټ په ۲۶ نېټه د کابل هوایي ډګر ته څېرمه حمله کې ووژل شول، ویلي:"موږ به هیڅکله د هغو کسانو عدالت ته د راکاږلو لپاره تعقیب ونه دروو چې دا برید یې کړی. موږ د خپلو ادارو له همکارانو سره د هغوی د موندلو او نیولو لپاره له نږدې کار کوو، له افغان ولس سره زموږ پراخ ملاتړ دوام لري."




ښاغلي بلېنکن ویلي چې امریکا د اصولي ډيپلوماسۍ او نورو اقداماتو له لارې هڅه کوي تر څو ډاډ تر لاسه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په ځالې بدل نه شي.


تېر ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶ نېټه هغه مهال چې پر ټول افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو لس ورځې کېدې، د کابل هوایي ډګر ته څېرمه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ د افغانانو د تخلیې پر مهال دا حمله وشوه _ کله چې په زرګونه افغانان د کابل هوایي ډګر بېلابېلو دروازو سره په دې تمه راټول شوي وه چې له افغانستان څخه د یو خوندي هېواد پر لور وتښتي.


د دې حملې پړه داعش یا اسلامي دولت نومې وسله والې ډلې د خراسان څانګې منلې وه.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus