Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

روسیې د اټومي وسلو د نه پراختیا مسودې د تصویب مخه ونیوله

روسیې د ملګرو ملتونو د اټومي وسلو د نه پراختیا د مسودې د تصویب مخه ونیوله.


پر دې مسودې له یوې میاشتې راهیسې بحث روان و.


مسکو استدلال کاوه چې د دې مسودې ځینې برخې په ښکاره ډول سیاسي بڼه لري.


د غونډې مشري د ارجنټاین استازي ګوستافو ژلاووینین کوله.


ده پرون ناوخته وویل چې د روسیې له مخالفت وروسته دی په دې دریځ کې نه دی چې دا ووایي چې موافقه یې ترلاسه کړې ده.


په دې مسوده کې پر دې هم نیوکه شوې ده چې روسیې د اوکراین د زاپروژیا اټومي مرکز نیولی دی.


دا د اروپا تر ټولو ستر اټومي مرکز دی.


وروسته تر دې چې د فبروري په وروستیو کې روسیې پر اوکراین برید وکړ دوې اونۍ وروسته یې د زاپروژیا اټومي مرکز لاندې کړ.


په دې برخه کې نړیوال دا اندېښنه لري چې اټومي ناورین رامنځته نه شي، ځکه چې د دې مرکز برښنا وړمه ورځ قطع شوې وه او هلته شاوخوا بیا بیا د بمباریو او ډزو راپورونه خپاره شوي دي.


د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون یو سل او یو نوي هېواد لاسلیک کړی دی.


دا تړون پنځوس کاله پخوانی دی او په هرو پنځو کلونو کې یو ځل بیا کتنه ورته کېږي.


اوسنۍ کتنه چې باید په دوه زره شلم کال کې شوې وای د کرونا وبا له امله وځنډېده.


په نوې مسوده کې څلور ځایه د زاپروژیا نوم اخیستل شوی دی او هلته اټومي مرکز ته نږدې پوځي فعالیتونو ته اندېښنه ښکاره شوې ده.


په مسوده کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې کمزورۍ ته هم اشاره شوې ده چې د زاپروژیا په سیمه کې امنیت نه شي تضمینولی او د اټومي وړانګو د احتمالي خپرېدو د مخنیوي وس نه لري.


په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازي یان هوانګ د شپږ پنځوس هېوادونو او اروپایي ټولنې په استازیتوب چمتو شوی بیان ولوست او په دې کې یې د روسیې د اټومي هڅو پر زیاتېدو خواشیني څرګنده کړه.


یوسل او شل ناپیلیو غړیو هم مایوسي ښکاره کړه او د کنفرانس مسوده یې مهمه وبلله.


د روسیې د پلاوي مرستیال مشر اندري بیلوسوف وویل چې دا کنفرانس له سیاسي پلوه یرغمل شوی دی او په کې داسې موضوعات راپورته کېږي چې د اټومي وسلو د نه پراختیا له تړون سره مستقیم ارتباط نه لري.


ده زیاته کړه چې اوکراین او ملاتړي یې د دې تړون د ناکامۍ سبب شوې دي.


پرون تر دې مخکې د اوکراین د اټومي کمپنۍ دولتي ادارې اعلان کړی و چې د زاپروژیا په اټومي مرکز کې له دواړو فعالو بټیو سره برښنا وصل شوې ده، تر دې مخکې کییف تور پورې کړی و چې د روسي پوځیانو د برید له امله پر دې بټیو برښنا قطع شوې ده.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus