Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د خونړیو سېلابونو دوام؛ د افغانستان ختیځ کې سلګونه کسان له ګواښ سره مخ دي

د افغانستان په ختیځو سیمو کې سېلابونو ګڼې سیمې لاندې کړې دي.


د افغانستان په ختیځ کې په زیاته کچه د سېلابونو راوتلو د سلګونه کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.


د طالبانو چارواکي وايي چې په ختیځ کې د دوی د خالد بن ولید قول اردو پیاده او هوایي قوا په سېلابونو کې د ایسارو کسانو د ژغورلو هڅې کوي.


په خواله رسنیو په پرونیو سېلابونو کې د ایسارو کسانو ګڼې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي.


په یوه کې یې لالهانده خلک د طالبانو هیليکوپټرې خوا ته ورځي څو له خطره بچ شي او خوندي ځای ته انتقال شي.


د طالبانو دفاع وزارت په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې د ننګرهار او لغمان له ځینو سیمو یې تر پرونه ۴۰۰ کسان ژغورلي دی.


په لغمان او ننګرهار کې د وروستیو دوو ورځو سختو سېلابونو له امله د مړو او ټپيانو په اړه لا معلومات نه دي خپاره شوي خو عام خلک اندېښمن دي چې ګڼ خلک سېلابونو وړي دي.




د خلکو ژوند ته د پېښ خطر تر څنګ د سیند په غاړه د ګڼو کلیو د ډوبېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.


په یوه ویډیو کې د کامې یوه اوسېدونکي د احمدزیو د بانډې کلی ښکاروي چې ټول د اوبو لاندې دی او پکې وايي چې هلته د مېشتو کوچیانو خیمې لاندې شوي او ممکن ډېر تلفات یې هم اړولي وي.


هغه وویل: "دلته لاندې خیمې وې د کوچیانو دا یې وړې دي. اوس هم په دې سیند کې دا پاتې شونې روان دي. دا د کامې ولسوالۍ د احمدزیو بانډې کلی دی. تقریباً نیمايي برخه يې سیند وړې ده. لا هم د سیند د اوبو شدت زیات دی او شېبه په شېبه په ډېرېدو دی."


پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت ویاند محمد نسیم حقاني رسنیو ته په یوه پيغام کې د ننګرهار او لغمان د سیلابونو په اړه ویلي: "کوم سېلابونه چې لغمان او ننګرهار ولایتونو کې راغلي وو موږ د ملي دفاع وزارت د څرخکو څخه په استفادې ۳۲۰ هېوادوال چې سېلابونو کې بند پاتې وو هغوی وژغورل او خوندي سیمو ته مو انتقال کړل. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت کوښښ کوي په دې سېلابونو کې زیانمنو شویو کسانو ته رسېدنه وکړي."


ښاغلي حقاني وویل چې په میدان وردک او پنجشېر کې هم سېلابونه راغلي چې خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.


حقاني وویل چې د خلکو د مرګژوبلې راپورونه نه دي ور رسېدلي او یواځې د درنو مالي تاوانونه راپورونه لري.


ازادي راډیو ته ځينو سرچینو تایید کړې چې په نورستان کې هم د جمعې په ورځ د سېلابونو له امله اته کسان مړه شوي.


د هوا پېژندنې ادارې په ختیځو سیمو په تېره بیا لغمان او ننګرهار کې د سختو سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.


په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د اعلان له مخې تېره یوه میاشت کې ۱۸۲ کسان سېلابونو مړه کړي او تر ۲۵۰ نور زیات خلک یې ټپيان کړي دي.


په دې سربېره څه باندې درې زره هستوګن کورونه وران او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه اوبو لاندې کړې ده.


له ډیورنډ کرښې هاخوا بیا د خیبرپښتونخوا په ګڼو سیمو په تېره بیا سوات دره کې سخت سېلابونه جاري شوي چې د لسګونه کسانو د مرګژوبلې تر څنګ یې پراخې سیمې لاندې کړي دي.


پاکستاني چارواکو بیړنی حالت اعلان کړی او ژمنې یې کړي چې په سېلابونو کې د ایسارو کسانو د ژغورلو هڅې کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus