Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ نن لومړۍ لوبه د افغانستان او سریلانکا ترمنځ ده

نن د کرکټ د اسیا جام په لومړۍ لوبه کې افغانستان او سریلانکا سره مخ کېږي.


افغان لوبډله له شاوخوا لسو ورځو راهیسې په دوبۍ کې ده او د اسیا جام سیالیو لپاره یې چمتووالی نیولی دی.


د دوبۍ د کرکټ نړیوال سټډیوم د اسیا جام د لومړنۍ لوبې کوربه دی.


تمه ده دا لوبه د افغانستان او سریلانکا تر منځ د ماښام په شپږنیمو بجو پيل شي.


افغانستان تر دې مخکې په اسیا جام کې د سریلانکا په وړاندې لوبه ګټلې ده.


افغان لوبډله د اسیا جام د سیالیو لپاره د تیاري په هدف د اګست په ۱۸ دوبۍ ته تللې وه او هلته یې شاوخوا لس ورځنۍ تمریني کمپ هم درلود.


د افغان لوبډلې پيلیز توپوهونکی عثمان غني وايي، هیله من دی چې له سریلانکا لوبه وګټي ځکه د ده په خبره لوبغاړي د دوبۍ له هوا سره اوس بلد شوي.


غني وویل: "په اتلسم تاریخ موږ دلته دوبۍ ته راغلو چې دلته هوا سره ځان بلد کړو. د هغې لپاره چې کوم بالنګ، فیلډنګ او بټينګ برخو کې موږ پوره خواري کړې ده. کومه لوبه چې له سریلانکا سره لرو انشاالله امیدو لرو چې ویې ګټو او ښه کرکټ وکړو."


د افغان لوبغاړو د تمرینونو او چمتووالي ویډیو کرکټ بورډ خپره کړې ده.


ځینې نور لوبغاړي له هغې ډلې چټک بالر/توپ اچوونکی نوین الحق هم ډاډ څرګندوي چې ښه چمتووالی یې نیولی دی.




هغه وايي: "زموږ ډېرې مهمې سیالۍ را روانې دي په اسیا جام کې او له څو مودې راهیسې دلته دوبۍ کې موږ خپل تمرینات پيل کړي دي تر څو چې آب او هوا سره بلد شو. زموږ اوله لوبه ده د سریلانکا خلاف. امېد لرو چې ښه پيل وکړو دې اسیا کپ ته او ستاسو څخه هیله کوو چې دعاګانو کې مو ملي اتلان یاد ساتئ."


په اسیا جام کې چې دا وار شل اوریزه دی د افغانستان تر څنګ د هندوستان، پاکستان، سریلانکا، بنګله دیش او هانک ټیمونه لوبې کوي.


افغانستان په بي ګروپ کې له سریلانکا او بنګله دیش سره مخ دی او په اې/الف ګروپ کې بیا هند، پاکستان او هانک کانګ چې له غوراوي پړاوه راغلی مخ شوي.


د افغانستان دویمه لوبه د اګست په دېرشمه د سه شنبې په ورځ د شارجې په سټډيوم کې د بنګله دیش په وړاندې ترسره کېږی.


ټول ټيمونه په ګروپي دور کې دوه دوه لوبې له یو بل سره کوي او د سر دوه ټیمونه یې څلور بهترینه پړاو ته وځي څو له هغه وروسته بیا نیمه پایلوبې او پایلوبې ته تلونکې لوبډلې مشخصې شي.


افغانستان په خپل ګروپ کې دواړه لوبډلې په تېر اسیا جام کې ماتې کړي خو د شل اوریزو لوبو په نړیوال جدول کې په ټیمي لحاظ دمګړۍ په لسم مقام دی او بنګله دیش نهم او سریلانکا اتم ځای لري.




د افغانستان د ټیم لوبډلمشري محمد نبي کوي او تر څنګ یې د نړۍ په کچه پيژندل شوی بالر راشد خان هم ملتیا کوي.


د کرکټ مبصرین د افغانستان په بالنګ په تېره بیا ورو توپ اچوونکو باندې ډاډمن دي خو وايي چې لا هم دا ټیم په توپ وهنه یا بېټنګ کې د اسیا جام د نورو لوبډلو په تېره بیا پاکستان او هند په نسبت لږ څه شاته پاتې دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus