ایران په ممنوعه سیمه کې د جرمني یو وګړی نیولی
دغه وزارت د ازادې اروپا راډیو د ايران څانګې فردا ته د جزیياتو له ورکولو ډډه وکړه، خو سرچينې رسنيو ته ويلي، چې دغه ۶۶ کلن سړی له يوې مياشتې راهيسې په ايران کې بندي دی.
د راپورونو له مخې دغه سړی ایران ته د سفر پر مهال په موټرسایکل د تهران او تبریز په ګډون څو ښارونو ته تللی و.
د ایران قضايي او امنیتي چارواکو د دغه جرمني تبعه د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.